د مور مینه او د زوی کرکه!

د مور مینه او د زوی کرکه!

د مور له لاس نه یې د شیدو ګیلاس په ځمکه ولوید او مات شو، زوی یې په مور باندې ور برګ شو او خپل زړه یې ورباندې تش کړ، چې ګیلاس د ولې مات کړ؟ او بیا د غوسې په حالت کې له کوټې ووت.

مور یې چې د زوی غوسه ولیده، نو د خپل زوی د ماشومتوب دوره یې د فلم په څېر ذهن کې را تېره شوه، د خپل زوی ماشومتوب او ځوانۍ باندې یې ځغلنده نظر تېر کړ او ډیره خفه شوه.

بالآخره کاغذ او قلم یې په ریږدیدلي لاس را واخیستل او خپل زوی ته یې یو پیغام د اوښکو په باران کې ولیکه او بیا کټ کې ویده شوه.

کله یې چې زوی بیرته راغئ نو مور یې ویده وه، او لاس کې یې لوند کاغذ نیولی و، زوی یې کاغذ له لاس نه را واخیست او لاندې پیغام پکې لیکل شوی و.

زما ګرانه زویه! زما د سترګو توره!  زما د زړګي سره! زه ډیره بښنه غواړم چې ستا په مخکې مې ګیلاس مات کړ.

مګر یوه خبره مې په خلاصو غوږونو باندې واوره، ما قصدا ګیلاس مات نه کړ، بلکې زه اوس بوډۍ شوم، ورځ تر بلې مې بدن کمزوری کیږي، د سترګو نظر مې کمیږی، لاسونو او پښو کې مې هیڅ قوت نشته.

زما لاسونه ریږدي، مړۍ چې خولې ته پورته کوم په سینه مې رالویږي، د ځوانۍ په شان خپل کالي پاک نشم ساتلئ، ترڅو چې خوشبويي استعمال کړم او خپل نظافت ته پاملرنه وکړم.

نو هیله ده ما ملامته ونه ګڼې، ځکه چې د خپلو کالیو اغوستلو او بوټانو پښو کولو توان هم نه لرم!

مهرباني وکړه ما سره همکاري وکړه، تشناب ته د حاجت رفعه کولو لپاره نشم تلئ، نن زه ستا د ماشومتوب دوره کې یم.

آیا ستا په یاد دي چې ما به ته تر لاس نیولی وې ترڅو چې قدم وهل زده کړه، ستا هر قدم اخیستلو سره به ما د خوښۍ احساس کاوه، چې زوی مې را لوی شو.

ستا ژړا او خندا ته به زه شپه او ورځ لاس په نامه ولاړه وم، ستا د آرامۍ او خوب لپاره مې خپل خوب ځان باندې حرام کړی و، پوره نهه میاشتې مې خیټه کې وګرځولې، هره ورځ به مې ستا راتګ ته شمارله، درجن درجن امیدونه مې تا پورې تړلي و.

زما کمزورۍ پورې مه خانده، دا وخت په تا هم راتلونکی دی، که غواړې چې ستا بچیان تا سره نیکه رویه وکړي نو نن ما سره ښه رویه وکړه.

پوه شه چې نور مرګ ته په انتظار یم، څو ورځې ژوند به نور هم درسره وکړم، مګر یوه ورځ به له تا نه جدا شم.

نو ما سره په ورین تندي خبرې وکړه، ما له خپلې مسکا او خوږو خبرو څخه مه محروموه، ته چې کله دنیا ته راتلې نو زه تا سره وم، اوس چې زه درنه روانه یم نو ته هم ما سره اوسه.

زوی یې چې د مور پیغام ولوست، نو په خپله تېروتنه ډیر پیښمانه شو، کله یې چې مور را ویښه شوه نو د خپلې مور په پښو کې یې سر کیښود او له نوموړې څخه یې بښنه وغوښته، د خپلې مور خدمت ته یې ملا وتړله!

عبرت :د مور او پلار سره نیکي او بدي کول یوه کیسه ده چې ته به یې خپله لیکې او ستا بچیان به یې بیا تا ته روایت کوي، نو اوس خوښه ستا ده که ځان لپاره ښه رویه خوښوې او که بده؟

څه چې کرې هغه به ریبې!

لیکوال: درویش ملنګ




t