معلولیت لرونکو زده ته د پوهنې وزارت پرواګرامونه وړاندې شول

معلولیت لرونکو زده ته د پوهنې وزارت پرواګرامونه وړاندې شول

پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مراکش تړون په مطبوعاتي کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، معلولیت لرونکو زده کوونکو ته د ښوونیزو خدمتونو وړاندي کولو لپاره د پوهنې وزارت پروګرامونه تشریح کړل.
دا غونډه د اکتوبر په ۱۵ مه د سپینې لکړې ورځې په مناسبت د بشري حقونو خپلواک کمسیون په کوربتوب د بشري حقونو خپلواک کمسیون رئیسې شهرزاد اکبر،د معلولینو او شهیدانو په چارو کې د دولت وزارت معین دل آقا صوفي زاده او د بهرنیو چارو وزارت او د کابل ولایت مقام استازو په شتون کې تر سره شوه.
پوهنې وزیر په دې کنفرانس کې د پوهنې وزارت د ټول شموله زده کړو د لارو چارو د تصویب خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې مسوده کې معلولیت لرونکو زده کوونکو ته د ښوونیزو اسانتیاوو او موادو وړاندي کولو په موخه ځانګړې پاملرنه شوي ده او په نژدې راتلونکې کې به وړاندې شي.
ډاکتر بلخي د ۱۳۹۸ کال د پیل راهیسې نوي شاملیدونکو زده کوونکو لپاره د روغتیایي معاینو له تر سره کولو څخه خبر ورکړ او ټينګار یې وکړ چې یادو روغتیایي آزموینو د پوهنې وزارت او زده کوونکو مور او پلار لپاره د زده کوونکو روغتیایي حالت روښانه کولو په موخه د پام وړ اغیزه لري.
د پوهنې وزیر په وینا په اوسنې وخت کې د کابل په ولایت او مربوطه ولسوالیو کې ۵۰ زره زده کوونکو روغتیایې آزمایښت تر سره کړې دې.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د مراکش تړون تطبیق کولو په موخه د پوهنې وزارت له هڅو څخه خبر ورکړ.
شهرزاد اکبر په یاد مطبوعاتي کنفرانس کې یادونه وکړه چې د بشري حقونو خپلواک کمسیون د سپینې لکړي ورځې په تړاو یې د دری موضوعاتو لپاره لکه، د ښوونیزو موادو او تجهیزاتو چمتو کول، د بانکې حسابونو پرانستې لپاره د اسانتیاوو وړاندې کولو او معلولیت لرونکو خلکو ته د کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي.
د دې مطبوعاتي غونډې په دوام کې،د بشري حقونو خپلواک کمسیون کمیشنرې بنفشه یعقوبي، د معلولینو او شهیدانو په چارو کې د دولت وزارت معین، د بهرنیو چارو وزارت او د کابل والي استازو د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د اسانتیا وو برابرولو په موخه خپل پروګرامونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د دې مطبوعاتي غونډې په څنډه کې د حسي معلولیت لرونکو خلکو لپاره لمړنۍ د لاسرسي کتابتون د ۴۰۰۰ کتابونو په درلودلو سره پرانستل شو.




t