د الینګار د ملکي تلفاتو له زیانمنو کورنیو سره د چارواکو ناسته وشوه

د الینګار د ملکي تلفاتو له زیانمنو کورنیو سره د چارواکو ناسته وشوه

د لغمان د مرستیال والي په مشرۍ دالینګار ولسوالۍ د ورستۍ پېښې د څېړنې په موخه د ټاکل شوي پلاوي او د متضررینو د کورنیو له غړو سره ناسته ترسره شوه.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې پرمهال یې د لومړۍ پلې لیوا قومندان ډکروال بریالي اورګونوال، د ملي امنیت لومړي مرستیال ډګروال غلام سخي امیري، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عاقل شاه خلوتي، دولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزیز، ددفتر رئیس فرید احمد مارزک، د الینګار ولسوال حبیب الرحمن ماموند، د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو غړو او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.
د لغمان ولایت مرستیال والي لومړی د یادې پېښې د شهیدانو کورنیو ته د فاتحې مراسمو ترسره کېدو سربېره ټپیانو ته د عاجې شفا غوښتنه وکړه.
هغه وویل، ولایتي اداره ژمنه ده چې د دغې پېښې د څېړنې په پار د ګمارل شوي پلاوي ټولې موندنې به له ولسونو سره شریکې او عدالت به تامین شي.
هغه یادونه وکړه چې د ولایت رهبرۍ تل امنیتي ځواکونه ته سپارښتنه کړې،چې په خپلو ټولو عملیاتو کې له پوره دقت څخه کار واخلي، ترڅو د ملکي تلفاتو مخنیوی شوی وي.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ د ټلیفون له لارې د الینګار د وروستۍ پېښې د شهیدانو د کورنۍ له یو شمېر غړو سره په خبرو کې د تسلیت مراسم وړاندې کړل او په رامنځ ته شوې پېښې يې خواشیني اوښودله.
هغه دغه راز د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواخوږۍ او تسلیت پیغام هم شریک کړ.
نوموړي ژمنه وکړه چې په پوره دقت سره د یادې پېښې ټاکل شوی پلاوی خپلې څېړنې کوي او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره به هم هر اړخیزه مرسته ترسره شي.
په همدې حال کې د لومړي پلې لیوا قومندان، د ملي امنیت مرستیال او د امنیه قومندانۍ د امنیت امر په خپلو خبرو کې وویل، دوی ژمنه کوي چې د یادې پېښې د څېړنې تولې پایلې به د ولایت له رهبرۍ او د متضررینو له کورنیو سره شریکې کړي.
د امنیتي ارګانونو مسوولینو وویل، دوی تل خپلو ځواکونو ته سپارښتنې کړي او ولایت د رهبرۍ لارښوونې هم ورسره شریکه وي چې په پوره دقت سره عملیات ترسره شي.
د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو په استازولۍ حاجي بابا ګل د لغمان ولایت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې له دوی سره په دغه درانه غم کې هر اړخیزه همکاري وکړه او د دوی لاسنیوی په ریښتیني ډول ترسره شوو.
دغه راز د ولایت مقام له لوري د یادې پېښې له متضررینو سره د نغدي مرستې سربېره د ګڼو خوراکي توکو مرسته هم ترسره شوه.




t