کندهار کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځینی کمپاین پيل شو

کندهار کې د پولیو ضد واکسین څلور ورځینی کمپاین پيل شو

کندهار ولایت کې ددې ولایت والي حیات الله حیات له لورې د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل او پر ښه تطبیق یې ټینګار وشو.

د کندهار د رسنیو دفتر وايي، په همدي موخه نن یکشنبه د افغانستان د پولیو عملیاتي مرکز مشر ډاکټر عبدالوحید زهیر، د پولیو په برخه کي د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې او روغتیا نړیوال سازمان WHO مشرانو، د Bill Gates نماینده عصمت‌الله عرب، د کندهار د عامي روغتیا رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا، د کتلوی معافیت حوزوی امر ډاکټر عبدالشکور نصرت او یو شمېر نورو روغتیايي مسؤلینو له کندهار والي حیات الله حیات سره ولایت مقام کي وکتل.

له مرکزه کندهار ته تللي پنځه کسیز پلاوي مشر ډاکټر عبدالوحید زهیر د خپل سفر موخه د پولیو ضد کمپاین پیلېدل او په جنوب‌لویدیځه حوزه کي د دغه ویروس څرنګوالی یاد کړ او په دي اړه یې کندهار والي ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل:

«اوس هم په جنوب لویدیځه حوزه کي دغه ویروس فعال دی، چي تېر کال راهیسې اته مثبتي پېښې ثبت سوي او لامل یې د پولیو ضد کمپاین درېدل دي.»

پلاوي د کندهار والي څخه غوښتنه وکړه، چي د علما‌ی کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او کورنیو په مرسته دي د دغه کمپاین لا ښه او پراخ تطبیق ته زمینه برابره کړي، څو په عمر برابر ټول ماشومان واکسین سي.

والي حیات‌الله حیات راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له دوی څخه یې مننه وکړه، چي د جنوب‌لویدیځي حوزي ماشومان له دغي وژونکې ناروغۍ ژغوري.

والي وویل:

«د دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او کورنیو په مرسته به د دغه کمپاین د تطبیق ساحه پراخه کړي، ځکه تېر کال ۱۲۶ زره ماشومان له دغه واکسینه پاته وو.»

ښاغلي حیات وویل، دا ځل به په دغه کمپاین کي په کندهار ښار او لسو ولسوالیو کي ۵۶۰ زره کوچنیان واکسین سي، خو هڅه یې دا ده، چي د ولسونو په مرسته دغه ارقام لوړ کړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه:

«د پوليو ضد واکسين پر وړاندې د شته خنډونو په له منځه وړلو او په اړونده برخه کې د سهولتونو د رامنځته کېدو په موخه راغلي پلاوي څخه د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.»

ښاغلي حیات ځایي روغتيايي مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې پر وخت رسيده ګي وکړي او اړونده ادارو ته به د پوليو په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د لازمو اجراتو سپارښتنه وکړي.

سرچینه وايي، تر غونډي وروسته کندهار والي حیات‌الله حیات دوو کوچنيانو ته د دوه څاڅکو واکسین په ورکولو په دغه ولایت کي د پوليو کمپاين رسماً پيل کړ، چي څلور ورځي به دوام وکړي.



راپور پولیسو ضد واکسین کندهار
t