سپین غر د نجیب ځدران په بې رحمه توپ وهنې سره لوړ جمپ ووهو !

سپین غر د نجیب ځدران په بې رحمه توپ وهنې سره لوړ جمپ ووهو !

په کابل کې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د شپږیزې په نوم د کرکټ پیل شویو شپږم پړاو لوبو لړ کې د سپین غر زمریانو لوبډلې د بوسټ ساتونکوو خلاف په سترې بریا د مخکې تګ هیلې زیاتې کړې.

د کرکټ په دغه ۲۰ اوریزه سیالیو کې که څه هم د سپین غر زمریانو لوبډله دوه ځلې اتله پاتې شوې، خو په روان سیزن کې یې د نورو لوبډلو په نسبت بدترینه لوبې ترسره کړې، چې په درې ماتو سره د جدول په وروستي شپږم مقام کې قرار درلود، خو د لمړي پړاو په وروستۍ پنځمه لوبه کې یې د بوسټ ساتونکوو لوبډلې خلاف د توپ وهنې بریدګر لوبغاړي نجیب الله ځدران د هر اړخیزې بې رحمه توپ وهنې پر مټ د روانو سیالو ستره بریا ترلاسه کړه.

بوسټ لوبډلې د سیالۍ په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو د زیمبابوي لوبغاړي برینډن ټایلر د ۳۴ منډو پر مټ د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې، چې سپین غر لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف د لوبې په ۱۳ اورونو کې (د نیټ رن ریټ) په اساس د مخکې تګ لار ورکوله.

د لوبې ځوابي پیل کې که څه هم سپین غر لوبډلې د توپ وهنې ترتیب د کپتان شفیق الله شفق او نجیب ترکې په توپ وهنې سره پیل کړ، خو په لمړیو کې یو بل پسې د مسلسل ۳ ویکټو غورځېدو سره لوبډله بې وسې ښکاره شوه، خو د نجیب الله ځدران په راتګ سره سم دلاسه سپین غر لوبډلې د بریا په لور غټ پرواز وکړ او دغه هدف یې د لوبې په دولسم یا ۱۱،۳ اورونو کې پوره کړ.

نجیب الله ځدران په ۳۵ توپونو د ۸ شپږیزو او ۹ څلوریزو پرمټ ۹۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، چې ورسره سپین غر لوبډله په دې سترې بریا سره له شپږم مقام څخه دریم ته ورسیده.

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په دوام د لمړي پړاو وروستۍ دوه لوبې سبا ترسره کیږي، چې پکې د محمد نبي عیسی خیل په کپتانۍ کې میس عینک لوبډله د شاپور ځدران په کپتانۍ کې د امو لوبډلې خلاف او ورپسې په دویمه سیالۍ کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ کې بند امیر لوبډله د بوست ساتونکوو خلاف د ګلبدین نایب په مشرۍ کې سره مخامخ دي، چې ټولو لوبډلو ته خورا مهمې لوبې دي.

که د سبا ورځ په لمړۍ لوبه کې میس عینک لوبډله د امو خلاف بریا خپله کړي، نو د کابل بازانو او میس عینک اتلانو وروسته به سپین غر او بند امیر لوبډلې د مخکې تګ چانس ولري، خو که امو لوبډله بریا خپلوي، نو د سبا ورځ په دویمه سیالۍ کې به د بند امیر او بوسټ لوبډلو ترمنځ په مهمې سیالۍ د سپین غر او بند امیر لوبډلو د مخکې تګ پریکړه کیدی شي.

د یادونې ده چې د بوسټ ساتونکو لوبډله په وروستۍ لوبه کې د سپین غر خلاف په سترې ماتې له دې سیالیو څخه نږدې ۹۹ سلنه بهر شوې ده او د سبا ورځ په خپلې وروستۍ لوبه کې ورته د بند امیر خلاف تر ټولو ستره بریا خپلول پکار دي، چې ورسره بند امیر او سپین غر لوبډلې د نیټ رن ریټ په اساس له روان لیګ څخه بهر کړي، خو په د دواړو لوبډلو ترمنځ په دې سیالۍ کې بوسټ لوبډلې ته عادي بریا خپلول د سپین غر په مخکې تګ کې مرسته کوي.

احسان ساپی



افغانستان سپورټ شپیږزه لیګ
t