هنرمندانو ته د فلمي ستورې سونم مشوره!

هنرمندانو ته د فلمي ستورې سونم مشوره!

د بالیووډ د نامتو سېنمايي ستوری انیل کپور لور او د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې سونم کپور په دي ورستیو کي د رسنیو سره خپلو خبرو کي نورو سېنمايي ستورو ته ځيني مشورې ورکړي دي. د هغې په باور هنرمندان او سېنمايي ستورې نه باید یوازي ټول ژوند په فلمونو جوړولو تیر کړي.

د بالیووډ یادي ستورې رسنیو سره د وړاندیز په ډول هنرمندانو ته ویلي دي: ((هنرمندان باید یوازې په فلمونو کي خپل ژوند تېر نه ‌کړي. د سېنما لوبغاړي باید سفرونه وکړي، له خپلو ملګرو او کورنۍ سره وخت تېر کړي، کتابونه ولولي او فلمونه وګوري، چې له حقیقي ژونده هم خبر سي.))

د نوموړې په باور‎ د یوه هنرمند په حیث باید بشپړ ژوند ولري، نه دا چي ژوند یوازې په فلم او فلمي برنامو کي تېرسي او په خبره یې وخت ورته ډېر زیات ارزښت لري، نو په همدې موخه یې نه ضایع کوي.

که څه هم سونم نورو هنرمندانو ته مشوره ورکوي خو خپل اخیرنۍ فلم يي د ماتي سره مخ سو

نوموړې اوس مهال د یو فلم په جوړولو مصروفه ده، د نوموړې مخکني فلمونه ښه وځلیده. خو په دې ورستیو کي يي د (ده زویا فکټر) په نوم فلم په باکس افيس کي د ناکامي سره مخ سوي دي.

پاته دي نه وي، نوموړې څه موده مخکي د فلم د مینوالو له لوري د پاکستان د هنرمندانو په ملاتړ د خبرو له امله تر سختو نیوکو لاندي راغله او هغې ته د فلم مینوالو ډير سپکاوي هم وکړ.




t