مس عينک اتلانو د امو نهنګانو ته ۱۶۳ منډې هدف وټاکه

مس عينک اتلانو د امو نهنګانو ته ۱۶۳ منډې هدف وټاکه

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۴مه لوبه کې د وزيرزي مس عينک اتلانو لومړی توپوهنه ترسره کړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې. د دوی له ډلې نور علي ځدراڼ ۷۳ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې.

کرکټ بورډ وايي، د ډېلي فرېش امو نهنګانو له لوري شاپور ځدراڼ په زړه پورې توپوهنه ترسره او ۴ لوبغاړي يې وسوځول. ابراهيم ساپي او ضيا الرحمن شريفي بيا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

امو نهنګانو ټیم اوس توپوهنه کوي او کوښښ کوي چې ورکړل شوی هدف پوره او مخکې لاړ شي.



سپورت شپږیزه کرکټ
t