د حلال مال حاصلول او ګټل څومره مهم دي؟ ويې لولئ، کېدای شي مفيد ثابت شي

د حلال مال حاصلول او ګټل څومره مهم دي؟ ويې لولئ، کېدای شي مفيد ثابت شي

بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور صالح بن عبد الله بن حميد

عنوان: مال خير دی، ګټور دی او ازمايش هم دی

نېټه: ۱۲ صفر ۱۴۴۱ ، ۱۱ اکتوبر ۲۰۱۹ م

ترجمه: مفتي عبد الولي خان

اوله خطبه
أمَّا بعدُ:
ای خلکو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله د تقوا نصيحت او تاکيد کوم، نو الله دې پر تاسو رحم وکړي، د الله تقوا او وېره غوره کړئ او پر دې هم پوه شئ چې د غلبې او فتح په وخت کې خاموشي پر ځان اعتماد او باور دى، د غصې او قار په وخت کې قوت دى، د کار په دوران کې خاموشي او چوپتيا تکميل او پوره کول ده، د مسخرو په وخت کې خاموشي لوړوالی او بلندي ده، د نصيحت په وخت کې خاموشي ادب دى، د غم په وخت کې خاموشي صبر او ثواب ګټل دي.
او پر دې هم پوه شئ چې فقير او غريب هغه کس دی چې ادب په کې نه وي، نه هغه چې سره زر ونه لري. الله تعالی خبيث او ناپاک له پاکو بېلوي او هغه پر فسادي، وراني کوونکي او اصلاح راوستونکي باندې ښه پوه دی او هماغه حق ثابتوي او باطل محوه کوي او هماغه اصلاح راوستونکو خلکو ته؛ چې له خرابيو څخه خلک منع کوي؛ نجات او خلاصون ورکوي، الله تعالی فرمايي:
﴿ وَ يَزِيْدُ اللّٰهُ الَّذِيْنَ اهْتَدَوْا هُدًى ﴾
’’او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده.‘‘ (مریم ۷۶:۱۹)
او فرمایی:
﴿ يُثَبِّتُ اللّٰهُ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا وَ فِي الْاٰخِرَةِ١ۚ وَ يُضِلُّ اللّٰهُ الظّٰلِمِيْنَ١ۙ۫ وَ يَفْعَلُ اللّٰهُ مَا يَشَآءُؒ۰۰۲۷﴾
’’الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې هم او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي.‘‘ (ابراهیم ۲۷:۱۴)
ای مسلمانانو! يوه عجیبه شی دی، الله تعالی په خپل حکمت سره غوښتي دي چې ژوند پر هغه شي باندې موقوف شي، پر هغه ودرېږي په اصل کې هم او په کمال کې هم، په سعادت او نېکبختۍ کې هم او په عزت او لوړتيا کې هم.
داسې شی دی چې د هغه په ذريعې سره انسان خوراک و څښاک کوي، لباس اغوندي او کور و مسکن غوره کوي. په هماغه سره خپله غذا او لباس جوړوي، کور او وسله پرې جوړوي.
داسې شی دی چې هغه ته په صحت، علم، قوت، جوړښت، په ابادۍ او سلطنت او غلبې کې احتیاج شته او په دې ټولو امورو کې هغه ته محتاج دي، دغه شی مال دی.
د الله بنده ګانو! مال داسې شی دی چې د الله د قانون فيصله ده چې دغه د ژوند د اعصابو او پټو حيثيت لري، دغه د ژوندو معاش او ګزران دی، الله تعالی دغه مال د خلکو د قيام او ولاړتيا سبب او ذريعه ګرځولی دی، الله تعالی فرمايي:
﴿ وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَآءَ اَمْوَالَكُمُ الَّتِيْ جَعَلَ اللّٰهُ لَكُمْ قِيٰمًا ﴾
’’او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي.‘‘ (النساء ۵:۴)
هغه چې د بل شي د قيام او ولاړتيا سبب وي، نو دا هغه څيز وي چې په هغه سره د دغه شي حفاظت کېږي او په هغه سره يې سمون او درستوالی وي.
نو مال د ژوند د قيام او ګزران اساس دی او دا د عامو او خاصو د مصالحو او ګټو لپاره قِوام دی، نو له همدې وجې نه د الله بنده ګانو د مال ساتنه او حفاظت د الله تعالی په شرع کې په لويو مقاصدو کې راځي او د اسلام په پنځو اهمو او ضروري څيزونو کې شمېر دی.
د الله تعالی په کتاب کې د مال ذکر له اتيا ځلو نه ډېر شوی دی، الله تعالی ده ته خير ویلي دي، فرمايلي يې دي:
﴿ وَ اِنَّهٗ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيْدٌؕ۰۰۸﴾
’’او بېشكه دى د (خير)، يعنې مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى.‘‘ (العاديات ۸:۱۰۰)
او فرمايلي يې دي :
﴿يَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَايُنْفِقُوْنَ١ؕ۬ قُلْ مَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْاَقْرَبِيْنَ وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِيْنِ وَابْنِ السَّبِيْلِ١ؕ وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَيْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِيْمٌ۰۰۲۱۵﴾
’’دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه شى خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: څه چې خرڅ كوئ له مال نه، نو (هغه) د مور و پلار لپاره او نژدې خپلوانو او مسكینانو او مسافرو لپاره دي، او تاسو چې څه نېكي هم كوئ، نو یقینًا الله پر هغې ښه عالم دى.‘‘ (البقرة ۲۱۵:۲)
او فرمايلي يې دي:
﴿ كُتِبَ عَلَيْكُمْ اِذَا حَضَرَ اَحَدَكُمُ الْمَوْتُ اِنْ تَرَكَ خَيْرَا١ۖۚ ا۟لْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْاَقْرَبِيْنَ بِالْمَعْرُوْفِ١ۚ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِيْنَؕ۰۰۱۸۰ ﴾
’’پر تاسو باندې فرض كړى شوي دي د مور و پلار او خپلوانو لپاره په ښې طریقې سره وصیت كول، كله چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، په دې شرط چې مال يې پریښى وي، دا پر متقیانو ډېر لازم (حكم) دى.‘‘ (البقرة ۱۸۰:۲)
نو زما دوستانو! د مال خپل عزت او مَقام دی، په صحيح حدیث کې راغلي دي:
“لا يحل مال امرئ مسلم إلا بطِيب من نفسه، ومن حلَف على يمين صبر كاذبًا متعمِّدًا يقتطع بها مال أخيه المسلم لَقِيَ اللهَ وهو عليه غضبان”
د هېڅ مسلمان مال حلال نه دی مګر د هغه د زړه په خوشالۍ سره او چا چې عمداً او قصداً په دروغه قسم وکړ، د دې لپاره چې د خپل مسلمان ورور مال پرې ځانله حاصل کړي، نو دغه کس به له الله سره په داسې حال کې مخامخ شي چې الله به پرې غصه وي. دا
د ابن مسعود رضي الله عنه روايت دی چې بخاري او مسلم روايت کړی دی.
او په بل حديث کې راځي:
“مَنْ قُتِلَ دونَ مالِه فهو شهيدٌ”
څوک چې د خپل مال په دفاع کې ووژل شي هغه شهيد دی. دا ابوداود او ترمذي د سعيد بن زيد رضي الله عنه په روايت راوړی دی او ترمذي ورته حسن صحيح ویلي دي.
ای مسلمانانو! الله تعالی پر خپلو بنده ګانو باندې په مال سره احسان او کرم کړی دی او مال يې د ثواب شی او خير ګرځولی دی او خپل احسان او فضل يې ګرځولی دی، د خپل نبي نوح علیه السلام په ژبه یې فرمايلي دي:
﴿ فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًاۙ۰۰۱۰يُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُمْ مِّدْرَارًاۙ۰۰۱۱وَّ يُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِيْنَ وَ يَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّ يَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًاؕ۰۰۱۲﴾
’’نو ما (دوى ته) وویل: تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى. دى به په تاسو ښه ورېدونكى باران راخوشې كړي. او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي.‘‘ (نوح ۱۲-۱۰:۷۱)
او فرمايلي يې دي:
﴿وَ مَنْ يَّتَّقِ اللّٰهَ يَجْعَلْ لَّهٗ مَخْرَجًاۙ۰۰۲وَّ يَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ﴾
’’او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي. او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي.‘‘ (الطلاق ۳۲:۶۵)
بلکې د خپل نبي محمد صلى الله عليه وسلم په باره کې يې فرمايلي دي:
﴿ وَ وَجَدَكَ عَآىِٕلًا فَاَغْنٰىؕ۰۰۸ ﴾
’’او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې.‘‘ (الضحٰى ۸:۹۳)
او نبي عليه الصلاة والسلام عمرو بن العاص رضي الله عنه ته وفرمايل: “نِعْمَ المالُ الصالحُ للرجل الصالح”
غوره مال هغه دی چې حلال وي او د نېک سړي وي.
دا امام احمد د مسلم په شرط روایت کړی دی. نبي عليه الصلاة والسلام فرمايلي دي: “وما نفعني مالٌ كَمَالِ أبي بكر”
او ما ته هېڅ مال دومره نفع نه ده رارسولې لکه څومره چې د ابوبکر رضي الله عنه مال رارسولې ده. دا احمد او ابن حبان او نورو روايت کړی دی او د احمد سند د بخاري او مسلم په شرط دی.
او په بل صحيح حديث کې دي:
“ذهَب أهل الدثور بالأجور”
مالدارو خلکو اجرونه حاصل کړل. (متفق عليه)
او فرمايي: “اليدُ العليا خيرٌ من اليد السفلى”
بره، يعنې ورکوونکی لاس له لاندې، يعنې اخيستونکي لاس څخه غوره دی. (متفق عليه).
په قرآن کريم کې تر ټولو اوږد ايت د همدې مال د تنظيم، تَصَرُّف، ليکلو، ساتلو او توثيق باره کې راغلی دی، الله فرمايي:
﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ اِلٰۤى اَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوْهُ ﴾
’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو یو له بله سره تر ټاكلې نېټې پورې په قرضو معامله كوئ، نو هغه ولیكئ.‘‘ (البقرة ۲۸۲:۲)
نو د الله بنده ګانو تاسو د الله برتر وبالا ذات دې احسان او کرم کې غور وفکر وکړئ، الله فرمايي:
﴿ فَلْيَنْظُرِ الْاِنْسَانُ اِلٰى طَعَامِهٖۤۙ۰۰۲۴اَنَّا صَبَبْنَا الْمَآءَ صَبًّاۙ۰۰۲۵ثُمَّ شَقَقْنَا الْاَرْضَ شَقًّاۙ۰۰۲۶فَاَنْۢبَتْنَا فِيْهَا حَبًّاۙ۰۰۲۷وَّ عِنَبًا وَّ قَضْبًاۙ۰۰۲۸وَّ زَيْتُوْنًا وَّ نَخْلًاۙ۰۰۲۹وَّ حَدَآىِٕقَ غُلْبًاۙ۰۰۳۰وَّ فَاكِهَةً وَّ اَبًّاۙ۰۰۳۱مَّتَاعًا لَّكُمْ وَ لِاَنْعَامِكُمْؕ۰۰۳۲﴾
’’نو انسان دې خپل طعام ته وګوريٖ.چې بېشكه موږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول
بیا موږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول. نو موږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي.او انګور او تركاريانې.او زیتون او كجورې.او ګڼ باغونه.او مېوې او ګياه (واښه).ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپار.‘‘ (عبس ۳۲-۲۴:۸۰)
او په بل ځای کې فرمايي:
﴿وَ نَزَّلْنَا مِنَ السَّمَآءِ مَآءً مُّبٰرَكًا فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ جَنّٰتٍ وَّ حَبَّ الْحَصِيْدِۙ۰۰۹وَ النَّخْلَ بٰسِقٰتٍ لَّهَا طَلْعٌ نَّضِيْدٌۙ۰۰۱۰رِّزْقًا لِّلْعِبَادِ ﴾
’’او موږ له بره نه ډېرې بركتي اوبه نازلې كړې دي، نو په دغو (اوبو) سره موږ باغونه او د فصل دانې رازرغونې كړې. او د كجورو ونې، چې اوږدې لوړې دي، په دې حال كې چې هغو لره لاندې باندې وږي دي. د بنده ګانو د روزۍ لپاره.‘‘ (ق ۱۱-۹:۵۰)
الله سبحانه وتعالی هغه خلک چې د الله د فضل، يعنې د مال په لټون کې په ځمکه کې سفر کوي او ګرځي له هغه چا سره ملګري کړي دي چې د الله تعالی په لاره کې جهاد کوي، فرمايلي يې دي:
﴿ وَ اٰخَرُوْنَ يَضْرِبُوْنَ فِي الْاَرْضِ يَبْتَغُوْنَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ١ۙ وَ اٰخَرُوْنَ يُقَاتِلُوْنَ فِيْ سَبِيْلِ اللّٰهِ ﴾
’’ او نور به په ځمكه كې سفر كوي، چې د الله فضل به لټوي او نور به د الله په لاره كې جنګ كوي.‘‘ (المزمل ۲۰:۷۳)
د حافظ ابن القَيِّم -رحمه الله- د مال د مَقام او درجې باره کې څه جامع کلمات او خبرې دي! هغه فرمايي:
الله تعالی موږ ته خبر راکړی دی چې هغهٔ، مال د نفسونو لپاره قِوام او د ولاړتیا سبب ګرځولی دی، هغهٔ د مال د ساتنې حکم کړی دی او له دې څخه يې منع کړې ده چې مال دې بې وقوفو سړيو، ښځو، اولادونو او نورو ته ورکړ شي.
نبي -صلى الله عليه وسلم- د مال په دې الفاظو سره ستاينه کړې ده چې: نِعْمَ المالُ الصالحُ للمرء الصالح” غوره مال هغه دی چې حلال وي او د نېک سړي وي.
او ابن المسيِّب رحمه الله ويلي دي: “لا خيرَ فيمن لا يريد جمع المال مِنْ حِلِّه، يكفُّ به وجهَه عن الناس، ويصل رحمَه، ويعطي حقَّه”
په هغه چا کې هېڅ خير نشته چې په حلاله طريقه مال نه جمع کوي چې په هغهٔ سره بيا خپل مخ له خلکو څخه وساتي، په دغه مال سره صله رحمي وکړي او د دغه مال حق ادا کړي.
ابو إسحاق السُبيعي ويلي دي: “كانوا يرون السعة عونا على الدين”
پخوانو بزرګانو به د مال فراخي د دين په کارونو کې مددګاره ګڼله.
محمد بن المنكدر وايي: “نِعْم الغنى عونٌ على التُّقَى”
غوره غِنا او مالداري د تقوا لپاره ډېره مددګاره ده.
سفيان الثوري وايي: “المال في زماننا هذا سلاح المؤمن”
زموږ په زمانه کې مال د مومن لپاره وسله ده.
يوسف بن أسباط ويلي دي: “ما كان المال في زمان منذ خُلِقت الدنيا أنفعَ منه في هذا الزمن، والخيرُ كالخيل، لرجل سِتْر، وعلى رجل وِزْر”.
له کوم وخت څخه چې دنيا جوړه شوې ده، په دې وخت کې مال تر ټولو زيات فايده من دی، مال د اس په شان دی، د چا لپاره پرده دی او د چا لپاره د ګناه سبب دی.
نو ای مسلمانانو! لکه څنګه چې ابن القيم رحمه الله دا خبره بيان او ثابته کړه چې مال د عبادتونو او طاعتونو لپاره قِوام او ودروونکی دی. په همده سره د حج او جهاد د نېکۍ بازار ګرم او ولاړ دی او په همده سره د واجب او مستحب اِنفاق او خيراتونو سلسله روانه ده، د وقف نېکۍ هم په همدې مال سره روانې دي، جوماتونه، پلونه او نورې ابادۍ هم په مال سره ترسره کېږي. همدا مال دی چې د مُرَوَّت او سخاوت، د جُود او کرم بازارونه پرې ګرم دي. په ده سره د عزتونو بچاو کېږي، په ده سره وروڼه او دوستان پيدا کېږي.
د همدې مال په ذريعې سره نېکان خلک لوړو درجو ته رسېدلي دي او د هغه چا ملګرتيا ورته نصيب شوې ده چې الله پرې انعامونه کړي دي، يعنې دا يوه پوړۍ او زینه دی چې انسان پرې د جنت لوړو بالاخانو ته خېژي. او په همده سره تر ټولو لاندې طبقاتو ته غورځېږي هم.
همدا مال دی چې د عزتمند او سخي عزت يې ساتلی دی.
په سلفو کې د يو بزرګ قول دی:
“لا مجدَ إلا بفعال، ولا فعال إلا بمال”
عظمت او لوی والی په کردار سره وي او کردار په مال سره وي.
ځينو سلفو به ويل: “اللهم إني من عبادك الذين لا يُصلِحُهم إلا الغنى”.
ای الله! زه ستا په هغو بنده ګانو کې يم چې يوازې په مال سره مې اصلاح راځي او سمېږم.
ای مسلمانانو! مال په هغو اسبابو کې راځي چې د الله تعالی رضا پرې حاصلېږي او همدا مال دی چې د الله تعالی د غصې په اسبابو کې هم راځي.
حافظ ابن القيم -رحمه الله- وايي: “وهذا أبو بكر وعمر وعثمان والزبير وعبد الرحمن بن عوف -رضوان الله عليهم- وغيرهم من أفاضل جمهور الصحابة مع الغنى الوافر وتأثيرهم في الدِّين أعظمُ من تأثير أهل الصُّفَّة، وقد نهى رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم- عن إضاعته، وأخبَر أن ترك الرجل ورثتَه أغنياءَ خيرٌ له من تركهم فقراءَ، وأخبَر أن صاحب المال لن يُنفق نفقة يبتغي بها وجه الله إلا ازداد بها درجة ورفعة”.
دا ابو بکر، عمر، عثمان، زبير او عبد الرحمن بن عوف او نور رضي الله عنهم دي، نو دوی ډېر مالداره صحابه کرام وو، او د دغه ډېرې غنا او مالدارۍ سره يې په دين کې اثر د اهل صُفه له اثر ډېر عظيم او لوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د مال له ضايع کولو څخه منع کړې ده او موږ ته يې خبر راکړی دی چې که يو سړی خپل وارثان غنيان او مالداره پرېږدي دا ډېر غوره دي له دې څخه چې وارثان فقيران او مسکينان پرېږدي. او موږ ته يې دا خبر هم را کړی دی چې کله يو مالداره کس د الله د رضا لپاره څه شی چې هم انفاق کوي نو الله تعالی ورته په دغه انفاق سره درجات او مرتبې لوړوي.
ای مسلمانانو! د ژوند د نظام او ژونديو د حفاظت او ساتنې په لاره کې او هم د ترقۍ او ابادۍ په لاره کې د مال ډېر لوی کردار دی.
او که د مال ساتنه او حفاظت ونشي، نو د دنیا نظام به وران شي، نتايج او ورکړې به بندې شي او عمارت به يې وغورځېږي.
ای مسلمانانو! د مال د دې دومره اهميت او مقام باوجود دا خبره هم شته چې له انسان څخه به د دې مال باره کې پوښتنه کېږي چې له کومه ځايه يې حاصل کړی او ګټلی دی او په کوم ځای کې يې خرچ کړی او لګولی دی. مال بذات خود مقصود نه دی، بلکې دا د لګولو او انفاق کولو لپاره دی، د تجارت، نفع اخيستلو، او د الله د رضا د حاصلولو او د هغه رضا ته د رسېدلو لپاره دی، الله تعالی فرمايي:
﴿ كَيْ لَا يَكُوْنَ دُوْلَةًۢ بَيْنَ الْاَغْنِيَآءِ مِنْكُمْ ﴾
’’د دې لپاره چې دغه (مال) په تاسو كې د غنیانو په مینځ كې ګردش كوونكى ونه ګرځي.‘‘ (الحشر ۷:۵۹)
دا مال په حقيقت کې د الله مال دی، الله فرمايي:
﴿ وَّ اٰتُوْهُمْ مِّنْ مَّالِ اللّٰهِ الَّذِيْۤ اٰتٰىكُمْ ﴾
’’او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى.‘‘ (النور ۳۳:۲۴)
د انسان لاس په کې دا امانت لاس دی، الله فرمايي:
﴿وَ اَنْفِقُوْا مِمَّا جَعَلَكُمْ مُّسْتَخْلَفِيْنَ فِيْهِ﴾
’’او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلقو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي.‘‘ (الحديد ۷:۵۷)
چا ته چې حلال مال نصيب شي، نو دغه، هغه مال دی چې الله تعالی په کې برکت اچوي، نو مال بذات خود خراب او قابل د غورځولو نه دی بلکې کله په مال کې د انسان لپاره ډېر لوی خير پروت وي. نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي:
“إنما الدنيا لأربعة نفر، عبد رزَقَه اللهُ مالًا وعِلْمًا، فهو يتَّقِي فيه ربَّه، ويَصِلُ فيه رَحِمَه، ويعلم لله فيه حقًّا، فهذا بأفضل المنازل…”
دنيا د څلورو کسانو لپاره ده، يو هغه بنده دی چې الله تعالی ورته مال او علم دواړه ورکړي وي، نو دغه انسان په دغه مال کې له خپل رب څخه وېرېږي او صله رحمي په كې کوي، له رشته دارانو سره په کې ښېګړه کوي، د الله حق هم په کې پېژني، نو دا په تر ټولو غوره درجاتو کې دی. دا حديث احمد او ترمذي روايت کړی دی او سند يې صحیح دی.
په دنیا کې خواري او محنت کول له معاش او ګزرانه بغير په معاد پورې مقصور نه دي، بلکې د دنيا ګزران او ژوند د معاد لپاره ذريعه دی، مددګار دی، ځکه چې دنیا د اخرت لپاره کښت او کرونده ده او هغه ته د ورتګ يوه ذريعه ده.
أبو سليمان الداراني وايي: “ليست العبادةُ عندنا أن تَصُفَّ قدميكَ وغيرُكَ يقوت لكَ، ولكِنِ ابدَأْ برغيفيكَ فأحرزهما ثم تعبَّدْ، فالمال من أعظم النِّعم في الدين والدنيا”.
عبادت دا نه دی چې ته يوه پښه پر بله واړوې او نور درته خوراک درکوي، ته په خپلو دوه ډوډيو سره شروع وکړه، هغه راجمع کړه او بيا عبادت شروع کړه، ځکه چې مال په دين او دنيا کې په تر ټولو لويو نعمتونو کې راځي.
نو د الله بنده ګانو! د مال د ساتنې څه اسباب دي چې په هغو سره مال محفوظ وي، په دغو کې يو سبب دا دی چې په مال کې د الله تعالی حقونه ادا کړې لکه زکات، صدقات، د احسان او د ښېګړې نورې لارې، صله رحمي وکړې، د مسکينانو او محتاجو خبر واخلې.
په مال کې په اعتدال سره انفاق کوه او ځان له اسراف او بخل څخه ساته، الله تعالی فرمايي:
﴿ خُذْ مِنْ اَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَ تُزَكِّيْهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ١ؕ اِنَّ صَلٰوتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ سَمِيْعٌ عَلِيْمٌ۰۰۱۰۳ ﴾
’’(اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره د تسكین ذريعه ده او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى.‘‘ (التوبة ۱۰۳:۹)
او فرمايي:
﴿ وَ الَّذِيْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ يُسْرِفُوْا وَ لَمْ يَقْتُرُوْا وَ كَانَ بَيْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا۰۰۶۷ ﴾
’’او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي.‘‘ (الفرقان ۶۷:۲۵)
او په صحيح حدیث کې راغلي دي چې :
“ما نقص مالٌ من صدقة”
په صدقې سره په مال کې کمی نه راځي. دا مسلم د ابو هريره رضي الله عنه په روايت راوړی دی.
د الله بنده ګانو! د مال د ساتنې په اسبابو کې دا هم دي چې انسان به ځان له حرام خوراک څخه او د حرامو له لارو څخه ساتي، لکه: غلا، خيانت، رشوت، دوکه، اختلاس، ذخيره اندوزي، احتکار، جواري، سود، قصداً د مال تلف کول او خرابول او هغه ټول کارونه چې د حرام خورۍ په ډله کې راځي، ځکه چې د هر مسلمان پر بل مسلمان باندې د هغه وينه، مال او عزت ټول حرام دي، نو مال هم دلته له ځان، وينې او عزت سره يو ځای ذکر شو
همدارنګه الله تعالی د يتيمانو او کمزورو د مالونو د ساتنې او حفاظت حکم کړی دی او دا يې بیان کړي دي چې چا د هغوی مالونه په حرامه او ناروا طريقه وخوړل نو دوی په خپلو خېټو کې اور اچوي،
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم:
﴿ وَ اٰتِ ذَا الْقُرْبٰى حَقَّهٗ وَ الْمِسْكِيْنَ وَ ابْنَ السَّبِيْلِ وَ لَا تُبَذِّرْ تَبْذِيْرًا۰۰۲۶اِنَّ الْمُبَذِّرِيْنَ۠ كَانُوْۤا اِخْوَانَ الشَّيٰطِيْنِ١ؕ وَ كَانَ الشَّيْطٰنُ لِرَبِّهٖ كَفُوْرًا۰۰۲۷ ﴾
’’او د خپلوۍ خاوند ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته (هم) او اسراف مه كوه، اسراف كول. بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى.‘‘ (الإسراء ۲۷,۲۶:۱۷)
الله دې ما ته او تاسو ته د قرآن کريم په هدایت سره او د نبي محمد صلی الله علیه وسلم په سيرت نفع راکړي، زه پر همدې خبرو اکتفا کوم او د ځان، تاسو او ټولو مسلمانانو لپاره له الله څخه د هرې ګناه او خطا بښنه غواړم، تاسو هم له هغه څخه بښنه غواړئ، يقيناً هماغه ډېر بښونکی، بې حده رحم کوونکی دی.

دويمه خطبه،
أما بعد،
ای مسلمانانو! الله تعالی مال د جسم د حفاظت سبب ګرځولی دی او د بدن او جسم حفاظت يې د نفس د حفاظت سبب ګرځولی دی او نفس د الله د معرفت محل دی، پر هغه د ايمان، د هغه د رسولانو د تصديق، د هغه د محبت او هغه ته د اِنابت او رجوع کولو محل دی. نو د دنيا او اخرت د ابادۍ سبب دی او مذمت او غندنه به د هغه چا کېږي چې مال په غلطه لاره کې لګوي، په ناحقه ځای کې يې خرچ کوي، د مال غلام ګرځېدلی وي او د هغهٔ د زړه مالک شوی وي او له الله او اخرت څخه يې غافل کړی او اړولی وي. نو هغه مال د غندنې او مذمت وړ دی چې مالک يې د ده په ذريعه فاسدو او خرابو مقاصدو ته رسېږي يا له ښو او غوره مقاصدو څخه يې اړوي او مصروف کوي يې، نو دلته به د دغه شخص مذمت کېږي، د مال به نه كېږي.
ای مسلمانانو! د دغو وجوهاتو په سبب په مال کې فتنه او سرکشي شته او قرآن کريم دا خبره په ډېر وضاحت سره بیان کړې ده، فرمايي:
﴿ اَنْ رَّاٰهُ اسْتَغْنٰىؕ۰۰۷اِنَّ اِلٰى رَبِّكَ الرُّجْعٰىؕ۰۰۸ ﴾
’’حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي. په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو.‘‘ (العلق ۷۶:۹۶)
او فرمايي:
﴿ اَنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ١ۙ وَّاَنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِيْمٌؒ۰۰۲۸ ﴾
’’او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دي او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى.‘‘ (الأنفال ۲۸:۸)
او فرمايي:
﴿ فَاتَّقُوا اللّٰهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَ اسْمَعُوْا وَ اَطِيْعُوْا وَ اَنْفِقُوْا خَيْرًا لِّاَنْفُسِكُمْ١ؕ وَ مَنْ يُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۰۰۱۶اِنْ تُقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا يُّضٰعِفْهُ لَكُمْ وَ يَغْفِرْ لَكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ شَكُوْرٌ حَلِيْمٌۙ۰۰۱۷عٰلِمُ الْغَيْبِ وَ الشَّهَادَةِ الْعَزِيْزُ الْحَكِيْمُؒ۰۰۱۸ ﴾
’’نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي. كه چېرې تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى. د غیبو او ښكاره و عالم دى، ښه غالب، ښه حكمت والا دى.‘‘ (التغابن ۱۸-۱۶:۶۴)
او فرمايي:
﴿ وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةِۙ۰۰۱ا۟لَّذِيْ جَمَعَ مَالًا وَّ عَدَّدَهٗۙ۰۰۲يَحْسَبُ اَنَّ مَالَهٗۤ اَخْلَدَهٗۚ۰۰۳ ﴾
’’هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره. هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى. دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟.‘‘ (الهمزة ۳-۱:۱۰۴)
نو انسان مال لره ډېر جمع کوونکی او بيا نه خرچ کوونکی دی، الله فرمايي:
﴿ وَّ اِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوْعًاۙ۰۰۲۱ ﴾
’’ او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي.‘‘ (المعارج ۲۱:۷۰)
نو الله دې پر تاسو رحم وکړي، د الله تقوا غوره کړئ، د خپلو مالونو ساتنه او حفاظت کوئ، خپلې د امدن ذرايع او کسبونه مو پاک او حلال وګرځوئ او انفاق کوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره او بهتر دي.
نو تاسو د الله پر ډالۍ شوي رحمت، او عطا كړى شوي نعمت نبي محمدﷺ درود او سلام وايئ، په قرآن كې الله تعالٰى پر دې باندې تاسو ته د دې حكم كړى دى.
الله تعالٰى فرمايي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشکه ﷲ او د هغه ملايک په نبي درود وايي. اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب ۵۶:۳۳)
اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه په خپل بنده او رسول زموږ پر نبي محمدﷺ دى چې حبيب او مصطفٰى دى، او غوره كړى شوى دى. او د هغه پر پاكيزه آل باندې او د هغه پر بيبيانو امهات المومنين باندې.
اى الله! ته له څلورو واړو خلفاء راشدينو ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه، له ټولو صحابه كرامو او تابعينو نه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي او له هغوى سره له موږ څخه هم راضي شه په خپلې عفوې، سخاوت، احسان، اکرام او کرم سره اى اکرم الاکرمين ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه،
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه. شرک او مشرکين ذليل او رسوا کړه، د خپل دين د مرکز ساتنه وکړه، د خپلو مومنو بنده ګانو مدد وکړه، سرکشان او ملحدين او د دين او ملت ټول دښمنان تباه او برباد کړه.
اى الله! موږ ته زموږ په ملكونو كې امن راكړه. زموږ د حكمرانانو او مشرانو اصلاح وكړه او توفيق ورته وركړه. او پر موږ هغه څوک حاکمان کړه چې زموږ باره کې له تا نه وېرېږي او ستا د رضا تابع وي ای رب العلمينه.
اى الله! زموږ د امام او حاکم خادم الحرمين الشريفین په حق او توفيق سره د هغه تاييد وکړه، په خپل طاعت سره يې عزتمن کړه، زموږ حكمران ته د هغو اعمالو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې او خوښوې يې، اى الله! ته ورته نېک او صالح مشاورين ورکړه، په ده سره خپل دين ته عزت ورکړه، د اسلام او مسلمانانو د مدد ذريعه يې وګرځوه.
اى الله! ده ته او د ده نايب ته، وروڼو او مددګارانو ته د هغو اعمالو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې او خوښوې يې، مخه يې تقوا او نېکۍ ته واړوه.
اى الله! ټولو مسلمان حكمرانانو ته په خپل كتاب او سنتِ رسولﷺ باندې د عمل كولو توفيق وركړه. دوى د خپلو مومنو بنده ګانو لپاره رحمت وګرځوه. او دوی پر حق او هدايت باندې راجمع کړه ای رب العلمينه.
ای الله! د مسلمانانو حالات سم کړه په هر ځای کې، ای الله! د مسلمانانو حالات سم کړه په هر ځای کې، ای الله! د مسلمانانو حالات سم کړه په هر ځای کې، ای الله! وينې تويېدل يې بنده کړه، پر حق، هدايت او سنت باندې د دوی خبره راجمع کړه.
پر دوی باندې د دوی غوره خلک حاکمان کړه او شريانو ته يې ته کافي شه، د دوی په وطنونو کې امن، عدل او فراخي راوله او له شرونو، او پټو او ښکاره فتنو څخه يې وساته.
اى الله زموږ د فوځيانو مدد وکړه، الله! زموږ د سرحدي فوځيانو ته مدد وكړه.
ای الله! ته یې رايي سمې او مرمۍ په نښه ولګوه. ملا يې مضبوطې كړه، ارادې يې قوي كړه، قدمونه يې مضبوط كړه، زړونه يې قوي كړه، پر سركشانو ورته برى وركړه، ته يې حفاظت وكړه، ای الله! ته يې خاص مرسته او مدد وکړه. اى الله ته يې پر شهيدانو رحم وكړه. زخميانو ته يې شفا وكړه. ته يې د اهل و عيال حفاظت وكړه ای د دعاګانو اورېدونکيه.
اى الله! زموږ د وروڼو مدد وکړه، ای الله! زموږ د کمزور کړی شويو مظلومانو وروڼو مدد وکړه په فلسطين كې. په بَرما كې. منځني افريقا كې. ليبيا كې، په عراق، يمن او شام كې. هغوى ته تكليفونه رسېدلي دي. غمونه پرې راغلي دي. معاملات يې سخت شوي دي. ظلم او سركشي پرې روان دي، شړل كېږي، محاصره كېږي. وينې يې تويه ولى شي. بې ګناهان يې وژلى شي. ښځې يې كونډې كولى شي. بچيان يې يتيمانولى شي. كورونه او جايدادونه يې تباه كولى شي.
ای الله! ته يې بدله واخله، ته يې مددګار شه، ته يې کارساز شه، د هغوی غم او مصيبت لرې کړه، هغوی ته ژر اساني او خلاصی راوله، د هغوی په زړونو کې مينه او محبت واچوه، خبره يې يوه کړه، ای الله! خاص مدد يې وکړه او په خپلو لښکرو او خاص مدد سره يې مدد وکړه
اى الله! سركشان ظالمان او د هغوى ملګري تهٔ هلاك كړه، د هغوى جمعيت تالا والا كړه. ملګرتيا يې ختمه كړه. ټوكړې ټوكړې يې كړه. اى الله د هغوى چلونه د همغوى لپاره د هلاكت ذريعه وګرځوه. اى رب العالمينه!
اى الله! غاصب يهود هلاك كړه، اى الله! غاصب يهود هلاك كړه، هغوى تا نشي كمزورى كولى. پر هغوى هغه عذاب مسلط كړه چې له مجرم قوم څخه نه واپس كولى شي.
اى الله! د هغوى مقابلې ته موږ تا مخامخ كوو او د هغوى له شر نه په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! زموږ ګناهونه وبښه، پر عيبونو مو پرده واچوه، غمونه مو لرې كړه، په مصيبتونو كې مبتلا خلكو ته مو عافيت وركړه، مريضانو ته مو شفا وركړه او پر مړيو مو رحم وكړه.
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۲۳
’’اى زموږه ربه! موږ په خپلو ځانونو ظلم کړى دى او که چېرې ته موږ ونه بخښې او په موږ رحم ونه کړې (، نو) موږ به خامخا لازمًا له تاوانيانو څخه شو.‘‘ (الأعراف ۲۳:۷)
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱
’’اى زموږه ربه! موږ ته په دنيا كې نعمت راکړه او په اخرت كې (هم) نعمت راکړه او موږ د اور له عذابه وساته.‘‘(البقرة ۲۰۱:۲)
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰ وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات ۱۸۲-۱۸۰)

مفتی عبدالولي



اسلام لیکنه مفتی عبدالولي
t