بند امير ښامارانو د بوست ساتونکو ته ۱۹۴ منډې هدف وټاکه

بند امير ښامارانو د بوست ساتونکو ته ۱۹۴ منډې هدف وټاکه

د شپږيزې کرکټ ليګ د لومړي پړاو په وروستۍ يا ۱۵مه لوبه کې د پاراګان بند امير ښامارانو توپوهونکي جاوېد احمدي د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې تر ټولو زياتې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې وکړې. همدا راز افسر ځاځي هم ۲۹ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د عارف عظيم بوست ساتونکو له لوري نصرت الله ۲، ضيا الرحمن اکبر او ګلبدين نايب ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.




t