دویم پړاو ته تګ: بند امیر په خپلې بریا د بوسټ او امو لوبډلې کور ته رخصت کړې

دویم پړاو ته تګ: بند امیر په خپلې بریا د بوسټ او امو لوبډلې کور ته رخصت کړې

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په کابل کې د شيږیزې په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو د لمړي پړاو په وروستۍ لوبه کې بند امیر ښامارانو لوبډلې د بوست ساتونکوو خلاف په سترې بریا خپلولو سره د امو او بوسټ لوبډلو د مخکې تګ هیلې پای ته ورسولې.

د شپږیزې په نوم د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په نړیوال لوبغالي کې د ۶ لوبډلو په ګډون د کابل بازانو په لمړۍ بریا سره پیل شوې او د څو ورځو له دوام وروسته یې نن د لمړي پړاو لوبې پای ته ورسیدې.

د نن ورځ په لمړۍ لوبه کې میس عینک د امو لوبډلې خلاف د بریا په خپلولو سره د لمړي مقام خپلولو ترڅنګ د سپین غر زمریانو لوبډله دویم پړاو ته ورسوله، خو ورپسې په دویمه سیالۍ د درې لوبډلو بند امیر ښامارانو، امو نهنګانو او بوسټ ساتونکوو د پلای اف مرحلې ته د ورتګ انتظار د بند امیر په بریا سره پای ته ورسید، چې ورسره بوسټ او امو لوبډلې د روانو لیګ سیالیو څخه بهر شوې.

د شپږیزې لیګ د سیالیو د نمراتو د جدول له مخې د لمړي پړاو لوبو د پای ته رسیدو وروسته میس عینک لمړی، بند امیر دویم، کابل بازان دریم او د سپین غر زمریانو لوبډلې څلورم مقام کې ځای خپل کړ.

له دې وروسته به د راتلونکې چهار شنبې په ورځ د محمد نبي عیسی خیل په کپتانۍ کې میس عینک لوبډله د راشد خان په کپتانۍ د بند آمیر خلاف فاینل ته د رسېدو او ورپسې لوبه کې د اضغر افغان په مشرۍ کې د کابل بازانو لوبډله د شفیق الله شفق په مشرۍ کې د سپین غر زمریانو خلاف د لیګ څخه د بهر کېدونکې یا حذفي سیالۍ کې بخت و ازمایي.

د یادونې ده، چې د سپین غر زمریانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ګټونکې لوبډله به د میس عینک او بند امیر لوبډلو څخه د بایلونکې لوبډلې سره د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د دویمې لوبډلې په توګه فاینل ته د رسیدو لپاره وروستۍ لوبه ترسره کړي، چې ګټونکې لوبډله به د جمعې ورځ فاینل لوبه کې د اتلولۍ مقام لپاره کوښښ کوي.

احسان ساپی



خبرونه شپږیزه پړاوونه کرکټ
t