د امو نهنګان لوبډلمشر د لوبې د فيس ۱۰۰ سلنه نغدي جريمه شو

د امو نهنګان لوبډلمشر د لوبې د فيس ۱۰۰ سلنه نغدي جريمه شو

د امو نهنګان لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدراڼ نن د شپږيزې کرکټ ليګ ۱۴مې لوبې د پاى په مراسمو کې د لوبې په ترڅ کې د لوبڅار پر پرېکړو نېوکه وکړه او د لوبې د اصولو خلاف څرګندونې يې وکړې چې وروسته يې بيا خپله سرغړونه هم ومنله او لوبڅارانو يې بخښنه وغوښته.

په پايله کې نوموړى د لوبې د ريفري د پرېکړې پر بنسټ، د کرکټ د جزا قانون د دويمې درجې سرغړونې له امله د لوبې د فيس ۱۰۰ سلنه جريمه شو او د نن لوبې ټول فيس به ترې ګرځول کېږي.




t