د نکاح نیتونه:

د نکاح نیتونه:

د نکاح نیتونه:
راټولونکی: محمد ابدالي

① نکاح باید د دې لپاره وکړل سي چي دا د رسول الله ﷺ سنت دئ، لکه څنګه چي رسول الله ﷺ فرمایلي دي:(النکاح من سنتي) یعني نکاح زما د سنتو څخه ده او په نېک نیت سره پر عمل باندي ثواب هم ترلاسه کیږي.
② په نکاح کولو سره د بدو کارو څخه ساتنه کیږي.
③ د نکاح کولو په وجه سره نفس په واک کي وي او د زړه خیالونه د آخوا او دېخوا څخه ژغورل کیږي.
④ الله تعالی به د نکاح په وجه نېک اولاد ورکړي، هغه به نیک کارونه کوي، د والدینو لپاره به دعاوي کوي او پر هغه به هم ثواب ترلاسه کیږي ان شاءالله.
⑤ د اولادو د خاوند د عبادت ثواب د بې واده کس د عبادت تر ثواب زیات وي نو د دغه ثواب د زیاتوب نیت دي وکړي.
⑥ د نکاح په وجه چي څومره اولادونه وي هغه به د رسول الله ﷺ د امت د زیاتوب سبب وي او رسول الله ﷺ به په هغوئ فخر کوي.
⑦ الله پاک به داسي اولاد ورکړي چي هغه د دین لپاره کوښښ وکړي او اُمت ته ګټه ورسوي او د والدینو لپاره د اجر او ثواب سبب سي.
⑧ که اولاد په ماشومتوب کي مړ سي نو د والدینو لپاره د جهنم څخه د خلاصون او جنت ته د داخلیدو سبب دئ.

په نکاح کي چي څومره نېک نیتونه کیدای سي هغومره زیات ثواب به ترلاسه کړي او تر څنګ به اخروي او دنیوي برکتونه ترلاسه کړي او هیره دي نه وي چي بې سوچه او بې فکره او یوازي د نفسي خواهش لپاره نکاح کول حیواني کار دئ.

[تجمیل النکاح ص۲۰-۲۱/ مؤلف: مولانا محمد ابراهیم پالن پوري دامت برکاتهم العالیه]

 




t