د ورون سره د کریټي شخړه؛ ورون درواغجن دی

د ورون سره د کریټي شخړه؛ ورون درواغجن دی

د هندي سېنمايي ستورو تر منځ جنجالونه کومه نوي خبره نه ده. حتا د ځینو تر منځ جنجالونه کلونه کلونه وخت نیولي دي. دا ځل د دوو ښکلو او نوموتو ستورو تر منځ جنجالونه د رسنیو سرټکي کرځيدلي، کریټي سانون او ورون دهون چي مخکي ډير ښه ملګري وه، اوس يي تر منځ جنجالونه ډير سوي دي. کریټي وايي ورون درواغجن دی.

کریټي دا خبري یوه هندي رسنۍ سره په یوه تفریحي خپرونه کي چي ورون هم ګډون درلود کړي دي. ورون دهون زیاته کړې، کریټي دېوالي فلم چي د ما، شاه رخ، کاجل او کریټي ّپه کي کډ کار کړي دي، د یوې سندرې لپاره تمرین نه و کړی، خو کریټي سانون د ورون دهون د دې خبری په غبرګون کي ورته ویلي، چي هغه دروغ وايي او دا خبره یې حقیقت نه‌ لري.

د بالیووډ ستورې کریتي زیاته کړې، ښه یې په یاد دي، چي د دې فلم لپاره یې ډېر زیات چمتوالی نیوه او کله ناکله به یې له ورون دهون سره په ګډه هم تمرین کاوه. یادي ستورې په ورته وخت کي پر دهون تور پورې کړ، چي د تمرین پرمهال به یې ځان هاخوا دې خوا ویسته او له زړه به یې کوښښ نه کاوه.

د شاه روخ، کاجل، کریټي او ورون دېوالي فلم، پر کوم چي د کریټي او ورون تر منځ جنجال پیښ سو

پاته دي نه وي، چي کریټي سانون د اکشی کمار سره (Housefull 4 ) او ورون دهون د (Remo De Soza ( په نوم فلم په جوړولو بوخت دي او ټاکل سوي ده، د کریټي فلم د اکټوبر په ۲۵ او د ورون فلم د ۲۰۲۰ مېلادي کال په پیل کي نندارې ته وړاندې سي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t