اووه سوه متریک ټنه پیاز به له کابل څخه دوبۍ ته ولیږدول شي

اووه سوه متریک ټنه پیاز به له کابل څخه دوبۍ ته ولیږدول شي

د یو. ايم. ايس کمپنۍ سره له افغانستان څخه دوبۍ ته د پيازو د وارداتو په هکله تړون وشو.

په دوبۍ کې د افغانستان جنرل کونسل دفتر وايي، تیره ورځ د افغاني صادروونکي شرکتونو په استازيتوب نوموړی تړون په دوبۍ کې د افغانستان سوداگریزې‌‌ آتشې میوند منگل له یو. ایم. ایس کمپنۍ سره په دوبۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسل ښاغلي عبدالصمد افغان په حضور کې لاسليک کړ .

د تړون پر بنسټ به افغاني صادروونکي کمپنۍ په روانه میاشت کې ۷۰۰ متریک ټنه پیاز متحده عربي اماراتو ته راوړي .

همداشان د جنرال قونسلګرۍ او تجارتي آتشې په ګډو هلو ځلو به د هر موسم تازه میوه د افغانستان څخه د متحده عربي اماراتو مارکیټونو ته راوړل کیږي .

د پیازو لومړنۍ صادراتي محموله به د کانتينرونو په ذريعه له کابل څخه دوبۍ ته وليږل شي، چې د ۶ تر ۸ ورځو په موده کی به دوبۍ حمريه بندر ته راورسيږي.

دا په خپل وار تر ننه پوري له افغانستان څخه دوبۍ ته تر ټولو لويه صادراتي جوپه ده.



افغانسان اقتصاد تړون دوبۍ
t