د نورستان ورزشي امریت اداري ودانۍ جوړه شوه

د نورستان ورزشي امریت اداري ودانۍ جوړه شوه

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولایت د مرکز پارون ورزشي امریت اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

یاد وزارت ویلي؛ دا درې پوړیزه ودانۍ په ۶۸۴ متر مربع ځمکه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ۱۵ میلیونه و ۷۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت اوس مهال د هېواد په کچه شپږ لویې پروژې چې د ورزش او بدنې روزنې څلور اداري امریتونه او د کرکټ دوه میدانونو د جوړولو څخه عبارت دي د کار لاندې لري.



خبرونه نورستان ورزش
t