هرات: د پولیو ناروغۍ پرضد کمپاین پیل شو

هرات: د پولیو ناروغۍ پرضد کمپاین پیل شو

هرات ښار او ولسوالیو کې د پولیو(ماشومانو ګوزڼ ) ناروغۍ واکسین پيل شو.
د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیالې مونسې حسن زاده د دغه کمپاین د پرانستي په مراسموکې له ښاریانو وغوښتل چې د ګوزڼ وژونکي ناروغۍ پروړاندي خپل ماشومان واکسین کړي .
آغلې حسن زادې د دغه کمپاین ترسره کیده د پولیو( د ماشومانوګوزڼ ) ناروغۍ مخنیوي په برخه کې مهم یاد کړ.
بالخوا د هرات ولایت د عامي روغتیا ریاست مسؤولینو ولسوالیو کې د طالبانو له لوري کور په کور د دغه واکسین د عملي کیدو مخنیوي په اړه اندیښنه څرګنده کړه .
د عامي روغتیا ریاست مرستیال داکتر محمد آصف کبیروايې: په پام کې ده چې د واکسین دغه پړاو په ښارکې کورپه کور او ولسوالیو کې د ګرځنده مرکزونو له لوري عملي شي.
دغه راز د ولایتي شورا غړي داکتر مهدي حدید هم د ښاریانو څخه وغوښتل چې د دغه واکسین د لا ښه عملي کیدو لپاره د اړونده مسؤولینو سره مرسته او همکاري وکړي .
په پام کې ده چې د ګوزڼ واکسین په دي پړاو کې ترشپږسوه زره ډیر د پنځه کلونو عمرنه کښته ماشومان د پولیو ناروغۍ پروړاندي واکسین کړل شي.
سره له دي چې ویل کیږي دغه کمپاین د درو ورځولپاره دی خو د عامي روغتیا ریاست مسؤولین ټینګارکوي چې د اوو نورو ورځو لپاره د تمدید ( غځیدو) وړدی.




t