د طارق تسل غزل

د طارق تسل غزل

زه دې پـــه میــنه کــې هــــمدغسې نابود ښه یم
مــوړ دې د عشق د پــروازونــــو په بهبود ښه یم

د خوند له لاسه یو بې ساه غوندې وجود ښه یې
د خونـد له لاسه یو بې ساه غوندې وجود ښه یم

چــې د یــوې بــوسې بــدل کــې رانــه دوه اخلې
د ژونــد تر پایه زه اختـــه پداسې ســــود ښه یم

د ځـــوانۍ کېف دې یو لحظه د پرېښودلو نه دی
ځکه دې هر وختې په خوا کې زه موجود ښه یم

اخـــته هـــمداسې په نـــازونو او غـــرور ښه یې
اخته دې سېل کــې د غــمونو پـــه کمبود ښه یم



ادب تسل غزل
t