د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو پلی اف لوبې سبا سهار پېلېږي

د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو پلی اف لوبې سبا سهار پېلېږي

شپږیزه کرکټ لیګ د اکټوبر په ۷ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شو، د دې لیګ په لومړي پړاو کې سپین غر، کابل بازان، بند امیر او مس عېنک لوبډلو دوهم پړاو ته لار پېدا کړه، بست او امو لوبډلې له سیالیو بهر شوې.
سبا به د څلورو بریالیو لوبډلو ترمنځ د پلی اف مهمې سیالۍ پیل شي، دوه لوبډلې به پایلوبې ته ځي او د جمعې په ورځ به د اتلولۍ لپاره پایلوبه کوي.
سپین غر او کابل ماسپښین او مس عېنک او بند امیر سهار مهال لوبې کوي.
۲۰۱۷ م کال کې د دې لیګ اتلولي بند امیر ښامارانو لوبډلې ګټلې وه.
درانی



شپږیزه لوبې کرکټ
t