کندهار کې د لاس مینځلو ورځ ونمانځل شوه

کندهار کې د لاس مینځلو ورځ ونمانځل شوه

په کندهار کي د لاس پرېولولو نړیواله ورځ ولمانځل سول

هغه غونډه چي د همدې ورځي د لمانځلو په موخه د د زرغونې انا اول نمبر په لېسه کي جوړه سوې وه د پوهني د رئیس پوهنیار محب احمد روښان ترڅنګ د ولایت مقام مشاویره اغلې ډاکټر عزیزه وطنوال، د عامي روغتیا ریاست استازو ډاکټر احمد الله فیضي او ډاکټر فدامحمد سحر، د یونیسف مؤسسې استازو، یو شمیر ډاکټرصاحبانو، ښوونکو او په سل ګونو زده کوونکو پکښي برخه اخیسته وه .

په غونډه کي لومړی د ولایت مقام په استازیتوب اغلې ډاکټر عزیزې وطنوال د روغتیا له اړخه د نظافت د پاک ساتلو او د لاس پرېولولو پر اهمیت خبري وکړې او پر ټولو والدینو او زده کوونکو یې ږغ وکړ چي لاس پرېولل د ځان او کورنۍ عادت وګرځوي ترڅو د سالمي روغتیا څخه برخمن سوي اووسو.

د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د پوهني د وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي پیغام چي د همدې ورځي په مناسبت یې رالیږلی و ولوست چي د پیغام په یوه برخه کی د ټولو ښوونکو څخه غوښتنه سوې وه ترڅو په خپلو ټولګیو کي زده کوونکو ته د لاس پرېولولو د ارزښت په اړه معلومات او پوهاوی ورکړي ترڅو ماشومان یې خپل عادت وګرځوي او هم یې تر خپلو کورنیو پوري ورسوي.

دغه راز د پوهني رئیس په خپلو خبرو کي وویل که چیري وغواړو ماشومان مو وړ زده کړه ترلاسه کړي نو باید د روغ صحت څخه برخمند اووسي چي روغتیا د پاکۍ او نظافت د مراعتولو له لاري راتلای سي چي پدې برخه کي ښوونکي مسؤلیت لري ترڅو د تدریس ترڅنګ زده کوونکو ته د نظافت د ارزښت او مراعتولو په موخه معلومات او پوهاوی ورکړي ترڅو له یو اړخه زده کوونکي د بشپړي روغتیا څخه برخمن سوي وي له بل اړخه یې وړ زده کړه ترلاسه کړي.

د عامي روغتیا ریاست په استازیتوب ډاکټر فدامحمد سحر د اړوند وزارت د وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز پیغام ولوست او همدا راز یې د طب د نیګا څخه د لاس مینځلو د اهمیت او ارزښت په اړه خبري وکړې.

نوموړي پر ټولو والدینو او د کورنۍ پر مشرانو ږغ وکړ چي که غواړی اولادونه او د کورنی نور اعضا مو روغ صحت ولري نو باید هغوی پرلاس پرېولولو عادت کړی ترڅو د هر ډول ناروغیو په وړاندي وقایه سوی وي او د سالمي روغتیا څخه برخمن سوي وي.

ورپسې د موضوع اړوند یو شمیر زده کوونکو هم خپلي ترتیب سوي مقالې او شعرونه وویل او هم یې د موضوع په تړاو تمثلي پارچه وړاندي کړل .




t