سهارنۍ پيروزینه

سهارنۍ پيروزینه

بو‌‌‌‌‌‌ډا سړی د بحر غاړې د څراغ څلي مس‌ؤل و. ده ته به هره میاشت دومره تیل ورکول کېدل چې څراغ پرې روښانه وساتي او کښتۍ خپله لار سهي کړي.
یوه شپه یو مسافر په لار تېرېده، له بو‌‌‌‌‌‌ډا یې تېل وغوښتل چې ځانته پرې لار رڼه کړي. بو‌‌‌‌‌‌ډا تېل ورکړل.
بله شپه شړک باران شو، یوه بو‌‌‌‌‌‌ډۍ ښځه راغله، د کور تودولو لپاره یې تېل وغوښتل، سړي ورته ورکړل.
میاشت چې وروستۍ شوه تېل په ختمېدو شو، یوه شپه دومره تېل نه وو چې بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي د کښتیو لارښود څراغ بل کړی وی.
په هغه شپه کښتیو ټکر وکړ او ‌‌‌‌‌‌خلکو ډېر زیات مالي او ځاني زیان ولید.
لامل یې څه و؟ لامل یې دا و چې بو‌‌‌‌‌‌ډا ته د کوم کار لپاره تېل ورکړل شوي وو، هغه کې یې ونه کارول.

کوم انسان چې د خپل ژوند لومړیتوبونه نه پېژني هغه به ژوند او د ژوند امکانات په داسې ځایونو کې لګوي چې دده منزل سره به هېڅ مرسته نه کوي، یو وخت به داسې راشي چې تش لاسونه به مروړي او هر څه به یې له ګوتو وتلي وي.

میر احمد یاد



معلوماتي پيرزوینه یاد
t