عالیې بهټ ته د کرینا کپور مشوره!

عالیې بهټ ته د کرینا کپور مشوره!

د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې کرینا کپور د بالیووډ ځواني او نوموتي فلمي ستورې عالیه بهټ ته د نصیحت په ډول مشوره ورکړي ده، چي هغه نه باید خپل استعداد په ارزانه وپلوری، د هغې په وینا عالیه ښه استعداد لري، نو هغه باید خپل استعداد په ارزانه بیه ونه پلوری.

د بالیووډ ښکلې سېنمايي ستورې کرینا کپور چي څه موده مخکي يي رسنیو سره خبرو کي ویلي وه، چي د فلم جوړونکي باید هغې ته دومره اندازه پیسي تادیه کړي، چي یو نارینه فلمي اداکار ته يي تادیه کوي او نوموړې دا هم ویلي وه، چي تر ۵۰۰ کروړه په کم تادیه کوونکی فلم کي کار نه کوي. اوس يي همدا مشوره د بالیووډ شکلې ستورې عالیې ته هم ورکړي او ورڅخه يي غوښتي، چي باید خپل استعداد وساتي او د داسي فلمونو وړاندیز دي نه مني، چي پیسې يي کمي وي. آما عالیې بیا پر هغه څه چي د فلم له طریقه تر لاسه کوي، خوښی ښودلې ده.

نوموړو دا څرګندوني د هند یو تلویزوني چینال سره په یوه خپرونه کي چي د شخصي او هنري ژوند په اړه وه کړي دي. کله چي د دوې څخه دهنري ژوند په اړه پوښتنه وسوه، عاليې د خپل هنري ژوند څخه خوښه او هغه څه چي تر لاسه کوي، خوښی وښوده او له بلي خوا بیا کرینا کپور هغې ته د مشورې په ډول ویلي دي، چي هغه ښه استعداد لري، نوموړې باید خپل استعداد وساتي او باید په دومره ارزانه هغه ونه پلوری او بل دا چي هغه باید خپل ریټ لوړ کړي.

کرینا کپور عالیې ته د مشورې په ډول ویلي دي چي هغه باید خپل استعداد ارزانه ونه پلوری.

پاته دي نه وي، چي د بالیوود ځيني مشهوري څیري چي په ځان باور لري، د فلم شرکت څخه ډيري اندازه پیسي کوم چي یو نارینه اداکار ته ورکول کيږي، تر لاسه کوي. آما ځيني ستورې بیا په هغه څه قناعت کوي، چي د فلم شرکت له لوري ورکول کيږي، تر څو هغوي صرف په فلم کي رول ولري.



بالیووډ فلمي نړۍ
t