جدايي ده نو\ ذکیه باران

جدايي ده نو\ ذکیه باران

رنګ چې مې سپینیږي د کمڅیو جدایي ده نو
څه پوښتې دلیل د بې خوبیو جدایي ده نو

نیمه شپه چې ته هلته او زه دلته په چیغو شم
اوففف د دوه مئینو لیونیو جدایي ده نو

عقل خو آسانه راته وایي یو دوه کاله بس
زړه په دې پوهیږي د پیړیو جدایي ده نو

مونږ نه د ارمان ملیکه مړه ده نور څه نلرو
وبوله د شاتو د مچیو جدایي ده نو

نه کیږي صاحبه تاته نه شم رسیدلی نو
ځکه د فقیر او د ماڼیو جدایي ده نو

ستا سترګې په سوله کې ساتل په حسن ظلم دی
جنګ نه د قاتلو جنګیالیو جدایي ده نو

اې ته ښکلی نه یې خو ذکیه درته محتاجه ده
هسې بس د ګل نه د اغزیو جدایي ده نو




تبصره وکړئ

avatar
t