د برکت اسباب

د برکت اسباب

لیکنه مولوی نقیب الله منقاد

🔮موږ هروخت دبرکت خبره کوو خو برکت نه نسته نه په کورکي نه په کارکي اونه هم په عمر کي .📝
🔑باید ووایوچه په قرآن اوحدیث کی دبرکت.اته /۸/کیلی ذکردی باید هره یوه زموږ سره موجوده وی:
۱⃣ دقرأن کریم تلاوةکول.الله تعالى فرمایی. داموږ برکت والا کتاب نازل کړی،دی
(وهذا كتاب أنزلناه مبارك) دقرآن تلاوةکول په.معنی.یی ځان پوهول. اوترنورورسول ستربرکت دی.
ځکه. نبي الكريم صلى الله عليه وآله وصحبه وسلم، دهغه کورپه بارک کي فرمایی چه قرآن پکښي لوستل کیږي..چه ملایکي یی په کورکي استوګنه کوي شیطان ورځني تښتي. اوپرکورنی.باندی،یی دخیر.اوپراخي دروازي راخلاصیږي..
(تسكنه الملائكة تهجره الشياطين ويتسع بأهله ويكثر خيره).
۲⃣ بسم الله ویل.ذكر دالله.ج،ډیرکول:
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلی.کله چه یوسړی کورته راسي اوکورته دننوتلوپه وخت کی، اودډوی،خوړلوپه،وخت کي بسم الله.شریفه ووایی، نوشیطان خپلوملګروته وایی چه په دې کورکي زموږلپاره.نه دشپه تیرځای سته ،اونه هم دخوراک کولو،
(إذا دخل الرجل بيته فذكر الله تعالى عند دخوله وعند طعامه، قال الشيطان لأصحابه لا مبيت ولا عشاء)
۳⃣ صدقةکول دبرکت سبب خصوصابیا په پټه سره ورکول،ځکه چه صدقه کول دالله، ج،غضب اوقهر سړوي،:
.. صدقة السر فإنها تطفئ غضب الرب.
۴⃣ وصیلة رحمی کول: زموږ نبي عليه الصلاة والسلام فرمایی ..وصیله رحمي. نیک اخلاق، او دګاونډي اوملګري سره ښه سلوک…رزق زایاتوي ،اوپه عمرکي اوږدوالی راولي .
.صلة الرحم وحسن الخلق وحسن الجوار تزيد في الرزق وتطيل العمر.
۵⃣ درزق په طلب پسي وختي وتل ،
داسي ،نه چه ترغرمې بیده یی بیاوروزې:
په.حديث شريف،کي راځي زمادامت درزق برکت په وختي وتلو کي دی
(بورك لأمتي في بكورها)
۶⃣لمونځ پرخپل وخت اوپابندي سره کول،
الله تعالى فرمایی،ای پیغمبره خپله کورنی دي په لمانځه امرکړه اوپابند یی کړه موږ ستاڅخه درزق غوښتنه نه کوو بلکه رزق موږ درکووو دآخرت بریا دتقوی سره ده، «
.وأمر أهلك بالصلاة واصطبر عليها لا نسألك رزقا نحن نرزقك والعاقبة للتقوى»
۷⃣ پر الله، ج،باندي قوي اومظبوط توکل کول
:ځکه حديث شریف کي راځي. که تاسوپرالله، ج،باندي صحیح توکل وکړی نوتاسوته به داسي رزق درکړي لکه مرغانو ته سهاروختي ،له خپلي ځالی، څخه الوزي ،ماښام ډک نس بیرته خپلوکوروته ته ستنیږي.
«لو توكلتم على الله حق توكله لرزقكم كما يرزق الطير ، تغدو خماصا وتروح بطانا»
او بل استغفار اودالله،ج،څخه بخښه.غوښتل دبرکت سبب دی
لکه چه زموږنبي صلى الله عليه وسلم ویلی، هغه کس چه استغفاروایی الله به ورته دهرتنګ اوسخت ځای ورته دوتلوزمینه برابره کړي،اودهرغم څخه به یی نجات نصیب شي،اوله هغه طرفه به ورته رزق مقرر کړي ،چه دده به هیڅ خیال اوګمان هم نه وي،
«من لزم الاستغفار جعل الله له من كل ضيق مخرجا ومن كل هم فرجا ورزقه من حيث لا يحتسب»الله دی موږته دده رضا برکة اوتقوی رانصیب کړي
💗 داډیره مفیده نسخه ده زه خپله ډیرورباندي،ستړی سوم .
هیله ده په نیکودعاګانو کي مویاد وساتی ،اودالیکنه ترنورو ورڼوهم ورسوئ…



اسباب اسلام برکت
t