غزل/ جلال امرخېل

غزل/ جلال امرخېل

ملنګ سړی یم پاچاهي راواخلم خس یې کړمه
زړه مې سل ځایه کړم ، د کس او د ناکس یې کړمه

د چا نرۍ غوندې مسکا وي خو چې شعر ته راشي
د جرمنۍ ماشینې غم یې کړم ، کړس کړس یې کړمه

زه ښه پوهیږم چې د جنګ ګټلو وس نه لرم
خو خپل پښتون غرور مې نه پریږدي چې بس یې کړمه

اوښکې دې وګرځم ، ساده خو دومره هم نه یم چې
ستا د پردې خبره واخلم د مجلس یې کړمه

یاد دې پنځه وخته رواج دی ، محبت خو نه دی
محبت داسې وي چې ساه یې کړم، نفس یې کړمه

یو څو خواره واره لفظونه کړم راټول جلاله
د پرهر څړیکې د خپل قام د خپل ولس یې کړمه

جلال امرخېل




تبصره وکړئ

avatar
t