کابل بازانو د سپين غر زمريانو ته ۱۹۸ منډې هدف وټاکه

کابل بازانو د سپين غر زمريانو ته ۱۹۸ منډې هدف وټاکه

د شپږيزې کرکټ ليګ په ايليمينېټر لوبه کې د کابل بازانو له لوري الراونډر کريم جنت په زړه پورې توپوهنه ترسره او د شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ تر ټولو زياتې ۱۲۰ منډې يې وکړې.

 کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې وکړې، چې تر کريم جنت وروسته سميع الله شینواري ۳۸ ناسوځېدلې او حضرت الله ځاځي ۲۷ منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري ظاهر خان، وفادار مومند او عبدالواسع ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.




t