هلمند او خوست کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

هلمند او خوست کې د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه چي د هلمند ولایت پوهني ریاست اړوند د روغتیا مدیریت له لوري دملالی عالي لیسي په انګړ کې جوړه شوي وه ، د پوهني رئیس محمد داود شاه صفاري، د عامي روغتیا د چاپیریال ساتني امر ډاکټر محمد صدیق قانع، د حج اوقافو نمائنده مولوي خلیل احمد، د کلیو د رغوني او پراختېا ریاست نماینده، هلمند کي سته خیریه بنسټونو، ښوونکو او ګڼو زده کوونکو هم برخه لرل.

په پیل کې د هلمند پوهني ریاست رئیس محمد داودشاه صفاري د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه کي تر ډيره لاس مینځلو او حفظ الصحې پر مراعت ټینګار وکړ او له ټولو ګډونوال يې غوښتنه وکړه ترڅو د ژوند په ټولو پړاونو کي د حفظ الصحې مراعت ته توجه وکړي.

پر ورته وخت بیا د عامي روغتیا ریاست د چاپیریال ساتني امر ډاکټر محمد صدیق قانع د روغتېا له اړخه او د حج اوقافو نماینده مولوي خلیل احمد د اسلام له نقطې نظره د لاس مینځلو او په عامه توګه د حفظ الصحې د مراعت پر ګټو او نفې رڼا واچول او له ټولو ګډون کوونکو يې غوښتنه وکړه ترڅو له خپلو کلیوالو، ټولګیوالو او کورنیو سره خپل تر لاسه شوي معلومات شریک کړي او وکولای له ویروسونو او امراضو پاکه ټولنه ولرو.

د یادوني وړ ده چي د غونډي په ورستیو کي د ملالۍ ښوونځۍ د زده کوونکو له لوري د پوهنې رئیس ته چمتو کړې ډالۍ ورکړل او د عامي روغتیا د چاپیریال ساتني آمر او د پوهنې رئیس له لوري د لاس مینځلو طریقه زده کوونکو ته ور وښودل شوه.

د خوست ولایت د پوهنې ریاست لخوا پر صابون د لاس مینځلو نړیوالې ورځ «پاک لاسونه د روغتیا ضمانت کوي» تر سر لیک لاندې دیوې غونډې په ترځ کې ولمانځل شوه.

په هغه غونډه کې چې د خوست ولایت د مرکز اړوند د عبدالحی ګردیزی لیسې په انګړ کې جوړه شوي وه ، د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان سربېره د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر محمدي منګل د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني د مدني ټولنې استازیو او د زده کوونکو والدینو او زرګونه زده کوونکو ګډون کړی و.

د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان غونډې ته په ښوونځیو کې د پاکوالي کلتور د عامولو په باب خبرې وکړې، او ویې ویل، “د ښوونځیو پاک ساتل زموږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی ” تر څنګ یې له ښوونکو وغوښتل چې هره ورځ دې په ټولګیو کې د پاکوالي او د حفظ الصحې په باب خبرې وکړي.

روښان زیاته کړه ، ښوونځي د فرهنګ دلیزد ځایونه دي زموږ ښوونکي باید زده کوونکي له صحي کلتور سره اشنا کړي، ځکه صحت د ژوند د ټولو چارو لپاره اړین دی”

د عامې روغتيا ریاست مرستیال ډاکټر محمدي منګل زده کوونکو ته د لاسونو د پاک ساتلو په باب خبرې وکړې، ده وویل، ناپاک لاسونه انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي د کورنۍ غړي او ښوونکي مسؤلیت لري چې د زده کوونکو روغتیا خصوصاً د لاسونو مینځلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ده همدا راز د روغتیایي پیغامونو په شریکولو کې له معارف ریاست سره د ګډ کار ډاډ ورکړ تر څو زده کوونکي د لازمو روغتیایي مسایلو په باب پوهاوي پیدا کړي.

همدارنګه دیني عالمانو د اسلام له نظره د نظافت پر ارزښت خبرې وکړې او له زده کوونکو یې وغوښتل چې خپل ځان او د چاپېریال پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې د لاسونو مینځلو تر څنګ یو شمېر زده کوونکو ته د پوهنې ریاست له لوري د روغتیایي موادو بستې د ډالۍ په توګه وویشل شوې.




t