کونړ: د یوه کانال د جوړیدو چارې پيل شوې

کونړ: د یوه کانال د جوړیدو چارې پيل شوې

د ۴۴۲۴۴ امریکایي ډالرو په لګښت د مرکز اسعدا اباد اړوند قارغانو سیمه د ۴۴۲ متره کانال جوړېدو چارې پیل شوې.

د راستانه شوو کورنیو ستونزو اوارۍ په موخه د کونړ کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ د اروپایي ټولنې په مالي مټ د IOM موسسې له لوري د مرکز اسعد اباد اړوند قارغانو کلي کې د ۴۴۲ متره کانال جوړیږي چې نن چهارشنبه یې د بنسټ ډبره د کونړ کډوالو چارو رئیس عبدالرشید ساپي،ښاروال عبیدالله ساپي،د ولایت مقام سکتوري رئیس عبیدالله امین زي او یو شمېر نورو مشرانو له خوا کېښودل شوه.

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس عبدالرشید ساپی وایي د ولایت مقام او مرستندویه موسسو په همکارۍ یې دې ولایت ته راستانه شوو کورنیو او هم داخلي کډوالو ته په خپل وخت د مرستو رسولو په برخه کې اغیزمنې هڅي کړي او د مرستو لړۍ روانه ده.

نوموړي د یاد کانال د جوړېدو چارو پیل راستانه شوو کورنیو ته دبوختیاو برابرولو او اوبو رسولو په برخه کې مهم وباله او د مرستندویه ټولنو په لازیاتو همکاریو یې ټینګار وکړ.



خبرونه رغوول کونړ
t