ولسمشر اشرف غني د څو نورو ولایتونو وضعیت هم و ارزوو

ولسمشر اشرف غني د څو نورو ولایتونو وضعیت هم و ارزوو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هلمند، نیمروز، کندز، کاپیسا او بلخ والیانو سره په جلا جلا کتنو کې د یادو ولایتونو اقتصادي، امنیتي او انکشافي وضعیت وارزاوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغو کتنو کې چې په ارګ کې ترسره شوې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېګ هم حضور درلود. د هلمند والي محمد یاسین، د نیمروز والي سید ولي سلطان، د کندز والي عبدالجبار نعیمي، د کاپیسا والي عبدالطیف مراد او د بلخ والي محمد اسحق رهګذر د خپلو ولایتونو د اقتصادي، امنیتي او انکشافي وضعیت په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

ولسمشر غني د والیانوفعالیتونو څخه په مننې وویل، دولایتونوامنیت او انکشاف حکومت ته لومړیتوب لري او له هغوی یې وغوښتل چې دخپلو ولایتونو د انکشافي لومړیتوبونو د ټاکلو او د امنیت د ښه تامین په برخو کې خپل لیدلوري او وړاندیزونه له جمهوري ریاست سره شریک کړي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د والیانو نظریاتو ته په پام د انکشافي پروژو او امنیتي برنامو پلي کولو ته د بودجې تخصیص به دمؤثریت او ګټورتوب کچه زیاته کړي.



ارزونه خبرونه ولایتونه ولسمشر
t