لغمان: ۱۶ جنګ ځپلیو کورنیو سره مرسته وشوه

لغمان: ۱۶ جنګ ځپلیو کورنیو سره مرسته وشوه

د کمک موسیسې په مالي مرسته او د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو امریت په هڅو ۱۶ ملکي جنګځپلو کورنیو ته ۲۷ پیکجه خوراکې او غیر خوراکې توکې او یوه کورنۍ ته دګنډنې وسایل ورکړل شول.

د لغمان د رسنیو مرکز وايي، د یادو مرستو د ویش پرمهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو امر بشیر احمد حقپال د کمک خیریه موسیسې څخه د مننې ترڅنګ له دوی غوښتنه وکړه چې په بیلابیلو برخو کې له نورو اړمنو، بې وزلو، زیانمنو او جنګ ځپلو کورنیو سره مرستې ترسره کړي، ترڅو یې ستونزې حل شي.

د ښاغلي حقپال په وینا په یادو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکو ترڅنګ یوې کورنۍ ته د خیاطۍ وسایل هم ورکړل شول.

همدارنګه د کمک موسیسی ته د خدمت او دوامداره همکاریو په موخه ستاینلیک هم د امریت لخوا ورکړ شو.



خبرونه لغمان مرسته
t