د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د پوهنتونو په کچه کرکټ لوبې

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د پوهنتونو په کچه کرکټ لوبې

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د پوهنتونونو په کچه سیالۍ ترسره کېږي چې موخه يې سیمه ییزه همکاري او د پوهنتونونو په کچه د ښو اړیکو جوړول دي.

افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه چاره په افغانستان کې د چين هېواد مېشت سفارت او د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د غوښتنې پر بنسټ ترسره کوي، چې د کرکټ بورډ ادارې د دغو سياليو لپاره د پوهنتونونو له ځوانانو او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو څخه په ګډه ازموينه هم اخيستې او غوره شوې لوبډله چې ۱۴ لوبغاړي پکې شامل دي؛ نن د چین هېواد په لور روانه شوه.

سرچینه وايي، ياده لوبډله به په چین کې یوه اونۍ پاتې او د درې واړه لوبډلو ترمنځ به سیالۍ د دغه هېواد په پلازمېنه بيجينګ کې ترسره شي.



افغانستان خبرونه کرکټ
t