ننګرهار: غالیو اوبدونکو ته حفاظتي کڅوړې وویشل شوې

ننګرهار: غالیو اوبدونکو ته حفاظتي کڅوړې وویشل شوې

ننګرهار کې غالیو اوبدونکو ته د نږدې یومیلیون افغاینو په لګښت حفاظتي کڅوړې وویشل شوې.

ددې ولایت د رسنیو دفتر وايي، د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د میرمنو د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوری د یو میلیون افغانیو په لګښت ۱۰۰۰ تنو غالیو اوبدونکو ته حفاظتي کڅوړی وویشل شوې او د غالۍ اوبدلو د کارګاه د نظارت او څارنې مسوولیت هم ۲۰ تنو استازو ته وسپارل شول.

د ننګرهار کلیو پرختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل په دې حفاظتي کڅوړو کې ، ځانګړې جامې، ماسک ، کثافت دانې او د ملا کمربندونه شامل دي، ترڅو غالیو اوبدونکي له روغتیایی ګواښونو سره مخ نشي .

نوموړي زیاته کړه په ننګرهار کې تردې دمه د غالیو اوبدونکو لخوا نږدې ۲۸۰۰ متره غالۍ اوبدل شوي، چې د کلیوالي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.



افغانستان خبرونه غالي اوبدل
t