د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو چارې د نقشې له مخې کیږي

د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو چارې د نقشې له مخې کیږي

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د کوټ او روداتو ولسوالیو یو شمیر مخورو سره د لیدنې پر مهال وویل، په دې ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو پیل شوې چارې د نقشې له مخې ترسره کیږي .

د ننګرهار د رسنیو مرکز وايي، ددې لیدنې پر مهال د یادو مخورو په استازۍ حاجي سیدالرحمن مومند او مولوي عبدالعزیز خیرخواه وړاندیز وکړ چې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې جوړولو په نقشه کې دې د یو شمیر کورونو د نړیدو د مخنیوي په موخه تغیر رامنځته شي او که تغیرات نه رامنځته کیږي،باید زیانمنو کورنیو ته د استوګنې په موخه نمرې ورکړل شي .

ښاغلي میاخیل وویل، په دې ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې چارې د نقشې له مخې پیل شوي، هڅه کوي چې یادې چارې ژر تر ژره بشپړي شي او د اصولو له مخې په کې لاسوهنه هم نشي کولای .

هغه زیاته کړه، د خلکو ستونزه هم په نظر کې نیسي او هغه کورنۍ چې په شخصي ځمکو کې جوړ شوي کورونه ونړول شي، په نویو ښارګوټو کې به ورته د استوګنې په موخه نمرې وړاندیز کړي .



اسلامي پوهنتون رغول خبرونه ننګرهار
t