داځل! مرسل احمدزۍ

داځل! مرسل احمدزۍ

زه به داځل
له خپل یوازیتوب سره
په میله لاړه سم
په ټرین کې به یې
څنګ ته کښینم
په اوږه به یې سرکیږدم
او د ټرین له کړکۍ به
د روانې دنیا له تماشې خوند اخلم
زه به داځل
له خپل یوازیتوب سره
په اوږده سفر لاړه سم
د سمندر د ساحل پر غاړه به
قدم ورسره ووهم
په شګو به یې نوم ولیکم
او بیا به یې په غرور سمندر ته ورډالۍ کړم
زه به داځل
له خپل یوازیتوب سره
د ځنګله وحشتناکه هوا
تنفس کړم
زه به یې د ویرولو هڅه وکړم
او دومره به یې تنګ کړم
چې د څنګله خاموشې ته به د چغو څپیړې ونیسي
زه به داځل
له خپل یوازیتوب سره
د ششیندلی آس سورلۍ وکړم
دومره به یې وځغلوم
چې ترینه تري تم سم
زه به داځل
له خپل یوازیتوب سره
د غره هغې جګې ځوکې ته
وخیږم
هلته چې د انسان قدم نه وي رسیدلی
نوم به یې په زوره زوره
د انعکاس آزانګو ته وسپارم
ترځو دومره یې وزنګوي چې
د غرونو په هیبتناکو غیږو کې یې
ابدی ویده کړي
زه به داځل
له خپل یوازیتوب سره
پخه عیاشي وکړم
ته به نه یې
موږ به ښه سره خوشحال یو




t