دلته اصلا غلط اقتصادي فرهنګ وجود لري! ډاکټر ایمل ذکي

دلته اصلا غلط اقتصادي فرهنګ وجود لري! ډاکټر ایمل ذکي

خلک د شیانو په اخستو پیسې ورکوي اما د خدماتو په اخستو پیسې نه ورکوي‌ ؛د ډاکتر فیس او د معاملاتو د رهنما په فیس کې هر وخت جنجال وی!خلک فکر کوي چې په تشو خبرو راڅخه پيسې اخلي،ډیری ځلې ناروغان ماته وایي چې ښه نو ته پدې دوو دقیقو زما څخه دوه سوه افغانۍ غواړې وایي دانو د خدای لار ده!زه ورته وایم کا کا جانه چې د همدې دوو دقیقو مشورې په برکت ستا د ژوند ترټولو با ارزښته شی چې هغه د سترګو دید دی ژغورل کیږي آیا کافی نده؟دوی لدې هم ندي خبر چې ددې دوو دقیقو تر شا د یو ډاکتر د ټول ژوند زحمتونه او ترخې کسې پرتې دی؛هغه د درسونو او کتابونو انبار،هغه د امتحانونو او بې خوبیو بې خونده شپې هغه شیان خو اوس چاته نه ښکاري! صرف په ظاهره ورته دوه سوه افغاني ډیر ارزښت لري.د ډاکتر او د ناروغ جنجال له همدی فیسه پیلیږي،ناروغ په اسانی ډاکتر ته فیس نه ورکوي او ډاکتر په بازار کې اړ دی چې د خپلو مصارفو او د ژوند د اړتياوو د پوره کولو لپاره د خپلو خدماتو په بدل کې له ناروغانو فیس واخلي ټوله خبره اصلا دلته ده.په پیښور کې د یو ډاکتر فیس یو نیم الا دوه زره کلدارې دی!دلته په زر کلدارو یو ناروغ ددوا،معایناتو او هر څه سره له ډاکتره رخصتيږي اما بیا هم له ډاکترانو ګیلی کوي،موږ باید لږ واقیعتونه هم په پام کې ونیسو!




t