کترینا: ”له بهارت فلم څخه مي ډېر څه زده کړل‟

کترینا: ”له بهارت فلم څخه مي ډېر څه زده کړل‟

د هندي سېنما بالیووډ ښکلې ستورې کترینا کیف چي په خپل وروستي فلم (بهارت) کي د خپل عاشق سلمان خان سره لوبیدلي ده. وايي (بهارت) فلم که څه د هغې لپاره یوه لویه ننګونه وه، خو زیاتوي چي په ټوله کي (بهارت) فلم یوه ښه تجربه وه او ډير څه مي تري زده کړه.

یادي ستورې د (بهارت) فلم په اړه رسنیو سره خبرو کي دا څرګندوني کړي دي. هغې ویلي دي چي بهارت فلم ورته د ستونزو ډک فلم وو. وايي د بهارت فلم لپاره ډیر تمرین ته اړتیا وه، خو د ډېرو ستړیاوو او ننګونو سره سره يي تري ډېر څه زده کړي دي او په ټوله کي بهارت فلم ورته یوه ښه تجربه سوه. نوموړې ویلي دي چي تر ټولو ورته مشکل ژبه وه، ځکه کترینا خارج کي لویه سوي او په هندي ژبه صحي خبري نه سي کولاي

یادي ښکلې ستورې زیاته کړي ده، کله چي د فلم لارښود ورته د بهارت فلم سکریپ وړندې کړ، وايي د فلم د وړاندېر منولو لپاره يي یوازې دوه میاشتې وخت لره او په وینا يي هغې هم سمدستي دا وړاندیز ومانه او په ډېره کمه موده کي یې ورته ځان برابر کړ.

د سلمان او کترینا بهارت فلم د مینوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ سو

پاته دي نه وي، چي د سلمان خان او کترینا کیف بهارت فلم په هندوستان کي د ټاکنو پر مهال څو ځله د ځڼد سره مخامخ سو، خو له ډېرو هلو ځلو وروسته د تیر اختر په ورځو کي نندارې ته وړاندې سو چي د مینوالو له تود هر کلي سره مخامخ سو.



بالیووډ فلمي نړۍ
t