ولسمشر غني: د صادراتو زیاتوالی د داخلي تولیداتو معیاري کولو پورې اړه لري

ولسمشر غني: د صادراتو زیاتوالی د داخلي تولیداتو معیاري کولو پورې اړه لري

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو سره په غونډه کې د سټنډرډ کولو، له سټنډرډ سره د توکو د مطابقت او خدمتونو ارزونې، د کیفیت او سټنډرډ نښو د تصدیق پاڼو صادرولو، مترولوژي او د مرکزي لابراتوارونو سیستم جوړولو په برخو کې د یادې ادارې کاري راپورونه واورېدل.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو د دې ادارې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل او په تشکیلاتي اصلاحاتو او د بودجې په زیاتوالي یې ټینګار وکړ.

جمهوررئیس د سټنډرډ ملي ادارې کارونه وستایل او وې ویل، په نړیوالو بازارونو کې د غوره سیالۍ لپاره اړتیا ده چې د افغاني محصولاتو کیفیت له نړیوالو مقرراتو او معیارونو سره برابر شي.

هغه د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو ته دنده وسپارله چې د بازار اړتیاوو ته په پام د سټنډرډونو د تدوین مشخصې طرحې جوړې کړي ترڅو خوندي، باکیفیته او له نړیوالو مقرراتو او میعارونو سره سم افغاني محصولات برابر شي.

جمهوررئیس د هیواد د صادراتو زیاتوالي اړتیا ته په اشارې وویل، د صادراتو زیاتوالی د کورنیو تولیداتو له معیاري کولو سره تړلی دی او اړتیا ده چې د سټنډرډ ملي اداره د هیواد په عمده صادراتي توکو جدي تمرکز وکړي، ترڅو په نړیوالو بازارونو کې د افغاني محصولاتو لپاره د غوره سیالۍ زمینه برابره شي.

همداراز جمهوررئیس وویل، د سټنډرډ ملي ادارې وړاندیز شوې طرحې لا زیات تحلیل ته اړتیا لري چې یو واضح تصویر او باور وړ پایلې وړاندې کړي او د هغه په رڼا کې تصمیم ونیول شي.




t