په کونړ او پکتیکا کې د لاس وینځلو ورځ ونمانځل شوه

په کونړ او پکتیکا کې د لاس وینځلو ورځ ونمانځل شوه

د کونړ پوهنې ریاست له لوري د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول.
د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه چي د کونړ ولایت پوهني ریاست اړوند د روغتیا مدیریت او یو نیسف موسسي په همکاری جوړه شوي وه ، د پوهني رئیس استاد مجیب الرحمان همدرد برسیره د عامي روغتیا اود کلیو د رغوني او پراختېا ریاستوتو مسوولینو ، ښوونکو او ګڼو زده کوونکو هم برخه لرل.
په پیل کې د کونړ پوهني ریاست رئیس استاد مجیب الرحمان همدرد د لاس مینځلو نړیوالې ورځي لمانځغونډه کي تر ډيره لاس مینځلو او حفظ الصحې پر مراعت ټینګار وکړ او له ټولو ګډونوال يې غوښتنه وکړه ترڅو د ژوند په ټولو پړاونو کي د حفظ الصحې مراعت ته توجه وکړي. نوموړي پر ټولو والدینو او د کورنۍ پر مشرانو ږغ وکړ چي که غواړی اولادونه او د کورنی نور اعضا مو روغ صحت ولري نو باید هغوی پرلاس مینځلو عادت کړی ترڅو د هر ډول ناروغیو په وړاندي وقایه شوی وي او د سالمي روغتیا څخه برخمن شوي وي .
د غونډې په پای کې لاس مينځل په عملي ډول د غونډې د مشرانو له خوا ګډونوالو ته وښودل شول.

د یو بل خبر له مخې:

 د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست او یونیسف موسسی لخوا د لاس مینځلو نړیواله ورځ ( پاک لاسونه د روغتیا او سلامتیا ضمانت کوي ) تر عنوان لاندې د نوموړي ولایت د مرکز اړوند د خلیفه بابا په ښوونځي کې ولمانځل شوه .
هغه غونډه چي په همدې موخه جوړه شوې وه، د پوهنې د رئیس انجنیر محراب الدین شفق ږترڅنګ د ولایت مقام نماینده، د عامي روغتیا ریاست استازو، د یونیسف مؤسسې استازو، ښوونکو او په سل ګونو زده کوونکو پکښي برخه اخیسته وه .
د پوهني رئیس انجینر محراب الدین شفق د پوهني د وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي پیغام چې د همدې ورځي په مناسبت یې رالیږلی و ولوست ، دغه راز د پوهني رئیس په خپلو خبرو کي وویل: که چیري وغواړو ماشومان مو وړ زده کړه ترلاسه کړي نو باید د روغ صحت څخه برخمند اووسي چي روغتیا د پاکۍ او نظافت د مراعتولو له لاري راتلای شي، چي پدې برخه کي ښوونکي مسؤلیت لري ترڅو د تدریس ترڅنګ زده کوونکو ته د نظافت د ارزښت او مراعتولو په موخه معلومات او پوهاوی ورکړي .
همدارنګه د غونډي ګډونوالو د اسلام مبین دین او دطب له نظره په نظافت او وقایه باندې هراړخیزې او ګټورې خبرې وکړې .
د یادوني وړ ده چي د غونډي په ورستیو کي و د عامي روغتیا د مسوولینو او د پوهنې رئیس له لوري د لاس مینځلو طریقه زده کوونکو ته ور وښودل شوه.




t