د زراعتي نندارتون یو شخصي ګزارش – محمد یار یار

د زراعتي نندارتون یو شخصي ګزارش – محمد یار یار

نن ښاغلي دواخان مینه پال بیا له کوشنیانو سره یوځای، د کابل په بادام باغ کې زراعتي نندارتون ته بوتلم؛ نوموړی همېشه مهرباني کوي، هرکله مې دغه ډول د وطني تولیداتو او محصولاتو نندارتونو ته بیایي.
موږ دلته د افغانستان د ښېرازۍ رازونه وینو او تر بلې هرې مېلې و منظرې زیات خوند پر اخلو.
دا یوه غورفه ده؛ دلته دا ولاړ سپین ږیری حاجي ګل محمد نومیږي، نوموړی د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ دی، مخکې یې په دغه ولسوالې کې زعفران کرل، اوس چې هلته امنیتي وضعیت خراب دی نو په دامان ولسوالې کې چې د عینو مېنې یوه برخه هم په بر کې نیسي، دغه سره طلا کري؛ ما وپوښت چې آیا زعفران د تاریاکو ځای نیولای شي؟ راته ویې ویل؛ ځای نیول څه چې ګټه یې تر تاریاکو ډېره ده.
دغه بل په منځ کې ناست بابا -حاجي حاتم- نومیږي، دی په هلمند کې د شنو خونو ټولنې مرستیال دی، نوموړي د تاریاکو د بدیل کښت په باب راته وویل چې یو جریب شنه خونه تر لس جریبه تاریاکو زیاته ګټه راته کوي؛ حاجي حاتم یو تک شین تازه بادرنګ په لاس کې راته اړاوه را اړاوه او ویل یې چې په کال کې، کال دوولس میاشتي درې فصله حصول اخلو؛ ښه ګټه یې خورو.
چپ لاس ته ناست شناوي سړي -حاجي عبدالخالق- د هلمند د ناوې ولسوالۍ وو او د عسلو مچۍ یې درلودې، راته ویې ویل چې د عسلو ګټه مو تر تاریاکو ډېره ده، که ډېره هم نه وي، بیا هم د تاریاکو په ګټه د سړي زړه ناآرامه وي.
ټول مې وپوښتل چې ستاسو د زراعتي کاروبار لپاره اشرف غني څنګه ګڼئ؟
حاجي ګل محمد جواب راکړ چې بیخې راباندې بتره هم شي، خدای دې یې یو پنځه کاله لا راولي؛ ماویل څه مانا؟ ویل دا مانا چې دونه کار یې راته وکړ چې بل هیچا نه وو کړی.
حاجي حاتم وویل چې داسې کارونه یې وکړل چې بیا به یې هیڅوک و نه کړي.
بیا مې وپوښتل چې آیا ستاسو په سیمو کې خلکو ته رایه ور کول اهمیت لري او تاسو رایه ور کړه؟
ټولو په یوه سلا راغبرګه کړه چې هونو، رایه څنګه اهمیت نه لري! موږ رایه ور کړه خو یوازې حاجي ګل محمد وویل چې رایه یې ور نکړه او د دلیل لپاره یې د سدرۍ د بغل له جېبه تذکره را وایسته، سټیکر پر لګېدلی وو، ویل نیمه ورځ مې د رایو په مرکز کې تېره کړه خو د کمیسیون کارمندانو نامردې راسره وکړه او زما نوم یې را پیدا نکړای شوای.
۲۵ میزان۱۳۹۸ پنجشنبه



معلوماتي ګزارش
t