اووه کسان دي چې. . . .

اووه کسان دي چې.  . . .

اوه کسان دی چی…

سمیه سعيد

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : اوه کسان دي الله جل جلاله دوی ته په هغه ورځ سيوری ورکوي په کومه به چي د ده له سيوري پرته بل سيوری نه وي .(هغه دا دي : ):

۱: عادل باچا .

۲: هغه ځوان چي د الله جل جلاله په عبادت کي ستر شي .

۳: هغه سړی چي زړه يې د مسجدونو سره تړلی وي .

۴: هغه دوه کسان چي د الله تعالی ( د رضا ) لپاره د يوه او بل سره محبت کوي، په دې محبت سره جمع شوي او پرې جلا شوي وي .

۵: هغه سړی چي داسي ښځه يې (گناه ته) دعوت کړي، چي د منصب او ښائست خاونده وي، خو دی ووايي : زه له الله (جل جلاله ) څخه وېرېږم .

۶: هغه سړی چي يوه صدقه وکړي، نو خپله صدقه دومره پټه کړي تر دې چي چپ لاس يې په هغه څه چي شی لاس يې مصرفوي نه پوهېږي .

۷: هغه سړی چي الله جل جلاله د يوازيتوب په حال کي ياد کړي نو تر سترگو يې اوښکي وبهېږي !!

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِى ظِلِّهِ يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلُّهُ الإِمَامُ الْعَادِلُ وَشَابٌّ نَشَأَ بِعِبَادَةِ اللَّهِ وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ فِى الْمَسَاجِدِ وَرَجُلاَنِ تَحَابَّا فِى اللَّهِ اجْتَمَعَا عَلَيْهِ وَتَفَرَّقَا عَلَيْهِ وَرَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ فَقَالَ إِنِّى أَخَافُ اللَّهَ. وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لاَ تَعْلَمَ يَمِينُهُ مَا تُنْفِقُ شِمَالُهُ وَرَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالِيًا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ. ( رواه البخاري ص:۹۱ج:۱ومسلم ص : ۳۳۲ج:۱واللفظ له )




t