په کندهار کي د اقلیم د بدلون نړیواله ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د اقلیم د بدلون نړیواله ورځ ولمانځل سوه

نن پنج شنبه په همدې موخه کندهار پوهنتونو کي غونډه جوړه سوې وه، چي پر مهال یې د چاپیریال ساتني ادارې مسلکي معین اینجینر عزت الله صدیقي، د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق، د کندهار د چاپیریال ساتني ادارې رئيس انجینر امان الدین حمیدي، د پوهنتون استادانو، سلګونه ښځینه او نارینه محصلینو ګډون درلود.

د غونډي په پیل کي حاجي اغالالي دستګیري وویل، د اقلیم بدلون په نړیواله کچه پر چاپیریال بد اغېز کړي او په اقلیمي بدلون کي د افغانستان ونډه کمه؛ خو اغیز یې پر ډېر دی.

ښاغلي دستګیري ټینګار وکړ، چي چاپیریال ساتنه د هر فرد ملي او وجداني مسؤلیت دی، تر څو ټول بشریت د پاکي هوا او اوبو څخه په خوندي ډول ګټه پورته کړي.

په غونډه کي د چاپیریال ساتني ادارې مسلکي مرستیال انجینر عزت‌الله صدیقي وویل، د اقلیم بدلون په ملي او نړیواله کچه ګواښونه او زیانونه رامنځته او پر ځمکه او بشر یې اغېز پریښي دی.

صدیقي زیاته کړه، د دغي ورځې د لمانځلې په پار کندهار ته راغلي یو څو په اکاډمیک چاپیریال کي دغه ورځ ولمانځو، ځکه په خبره یې د دغي ورځې لمانځل په لومړي ځل د استرالیا په پوهنتون کي راپیل سوي دي.

صدیقي یادونه وکړه، د چاپیریال ساتني لپاره یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کي مختلفې پروژې عملي کړي او ځینې جریان لري، څو د اوبو، هوا او ځمکې له ککړتیا څخه په سمه توګه مخنیوی وسي.




t