هند: په دولتي ادارو کې پر بهرنیو ټولنیزو رسنیو بندیز لګیدلی

هند: په دولتي ادارو کې پر بهرنیو ټولنیزو رسنیو بندیز لګیدلی

د هندوستان په راجستان ایالت کې دولتي ادارو ته امر شوی، چې د رسمي چارو لپاره نور باید له بهرنیو ټولنیزو رسنیو استفاده ونه کړي.

د نوې پریکړې له مخې دغه ادارې باید د ګوګل، یاهو، هاټ میل او نورو ورته بهرنیو رسنیو له استعمال څخه ډډه وکړي.

د پریکړې دلیل له دغو رسنیو څخه د دولتي ادارو او رازونو خوندیتوب ګڼل شوی.

په یاد شوي ایالت کې مختلفو ادارو په یادو شبکو کې تر ۸ سوو زرو اکونټونه لرل.




t