نیلسن منډېلا، سپورټ او ملت جوړونه! جعفر هاند

نیلسن منډېلا، سپورټ او ملت جوړونه!  جعفر هاند

نیلسن منډېلا چې په ۱۹۹۴م کې په جنوبي افریقا کې ټاکنې وګټلې، د دغه هېواد سپین پوستي او نور نژاد پالان یې هک حیران کړل. یو کس چې ۲۷ کاله په زندان کې و او بیا ولسمشر شو، د هېچا زړه ته نه لویده. یو مهال د نیلسن منډېلا نوم په تور لست کې و، خو داسې ورځ راغله چې د نوبل د سولې جایزه یې وګټله. ( د دغه سړي ژوند ولولئ، له مبارزو او انګیزو ډک دی).
نیلسن منډېلا یو سهار له منډو او ورزش وروسته خپل دفتر ته ننوت، پر میز یې ورځپاڼې پرتې وې. یوې ورځپاڼې په غټو ټکو لیکلي وو: “ټاکنې خو دې وګټلې، هېواد به څنګه چلوي؟” د منډېلا ساتونکي د دغه سرلیک په لیدو په غوصه شول، منډېلا ورو ورته وویل: “ښه یې لیکلي دي،” رښتیا وایي!
د منډېلا نژدي محافظان تور پوستي وو، چې بیا وروسته سپین پوستي ساتونکي هم ورکړل شول. تور پوستیو ساتونکیو یې دا کار ښه ونه ګڼه، پر سپین پوستو یې باور نه کېده، ډارېده چې منډېلا ونه وژني. خو منډېلا ورته وویل: “کله چې خلک له ما سره زما سپین پوستي ساتونکي وویني، پوه به شي چې زه د ټولو ولسمشر یم. بیا پخلاینه او زغم له همدې ځای څخه پیلیږي. تېر هېر کړئ. بخښنه ستره وسیله ده.” همداسې وشول. منډېلا به چې هرچېرته تله، سپین پوستي ساتونکي به یې تر هغه مخکې منډې وهلې. منډېلا په جنوبي افریقا کې د ملت جوړونې، زغم او پخلاینې بنسټ د سپین پوستو ساتونکو په ګمارلو پيل کړ. منډېلا له اول سره د نژادي توپیر پر ضد و او هڅه یې کوله چې جنوبي افریقا یو موټی او یو ولس کړي او د دغه کار لپاره یې له ډېرو وسیلو کار واخیست. یو سهار یې خپل یو سپین پوستي ساتونکی وپوښت: “کارونه دې ښه دي؟ کورنۍ او مېرمنه ده ښه ده؟” هغه ورته وویل: “هو ټول ښه یو.” ساتونکي له منډېلا پوښتنه وکړه، “ستا کورنۍ څنګه ده؟” منډېلا چې منډې وهلې او ورزش یې کاوه، ځای پر ځای ودرېده، سوړ اسویلی یې وکېښ، ساتونکي ته مخامخ ودرېده او وویل: “زما کورنۍ ډېره لویه ده. زما د کورنۍ ۴۳میلیون غړي دي. د دوی له کبله نا کراره یم.” سړی لږ بي چرته شو. نور ساتونکي پر هغه بل ساتونکي په غوصه شول چې ولې یې داسې پوښتنه وکړه.
نیلسن منډېلا له زندان څخه تر راوتلو وروسته جسمآ کمزوری شوی و، خو روحآ ډېر غښتلی شوی و. تر نیمو نیمو شپو به یې کار کاوه، یوه چارواکي ورته یوه ورځ وویل: “ښاغلیه! تاسو استراحت ته ضرورت لرئ.” منډېلا ورته وویل: “ما په زندان کې ۲۷ کاله استراحت وکړ، اوس مې د کار وخت دی. ”
رګبي څنګه د جنوبي افریقا ولس یو موټی کړ؟
د منډېلا د ولسمشرۍ په اول کال کې د جنوبي افریقا د رګبي ملي ټیم نړیوال جام سیالیو ته تمرینونه کول، خو په لوبډلې کې له یو تورپوستي پرته نور ټول سپین پوستي وو. د انګلنډ او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه کې خو د جنوبي افریقا ټولو تورپوستو افریقایانو د انګلنډ په ننګ چیغې وهلې. منډېلا دا لوبه پر تلویزون ولیدله، سخت خپه شو. یو فکر ورولوید او د رګبي د ملي ټیم کپتان جاکوبس پینار ته یې بلنه ورکړه چې جمهوري ریاست کې د ولسمشر میلمه شي. کپتان، مېرمن او کورنۍ یې هک حیران شول چې ولسمشر څنګه یو سپین پوستی لوبغاړی میلمه کوي؟ جاکوبس ورغی، منډېلا ورته له خپلې څوکۍ پاڅېده، د ملي اتل غږ یې پرې وکړ، غېږه کې یې ونیوه، مخامخ یې خپل میز ته نژدې پر څوکۍ کینوه. کپتان د ولسمشر په دغه شفقت حیران پاتې و. د شېدو چای یې ورته راوړ، منډېلا خپله پاڅېده او کپتان ته یې د شیدو چای جوړ کړ او پیاله یې په لاس کې ورکړه.
منډېلا له کپتان سره خپلې خبرې په دې ټکو پيل کړې: “زه دې په راتګ متعجب کړم. دا زما لپاره ویاړ دی چې تاسو سره وینم. راته ویلی شی چې تاسو د یو مشر په توګه څنګه خپل لوبغاړي هڅوئ او د بري انګیزه ورکوئ؟” کپتان پر دغې پوښتنې لږ فکر وکړ او په ارام غږ یې ځواب ورکړ: “لوبغاړو ته د ښو کارونو مثالونه ورکوم چې وهڅول شي.” منډېلا وویل: “دا ښه کار دی، خو زه معمولآ په داسې حالاتو کې هغوی ته د وطن او ولس په مینې، یوالي او برياو لیکل شوي شعرونه زمزمه کوم او پرې زده کوم یې. تاسو هم دا کار وکړئ دا ښه انګیزه ورکوي. ” هغه په خبرو کې کپتان ته وویل چې د جنوبي افریقا ملي سرود، ډېره ښه انګیزه ورکوي، د یوالي او بري انګیزه. په ټولو لوبغاړو یې زده کړه او زمزمه یې کړه او “اوس د ملت جوړونې یوالي وخت دی، موږ باید خپلې هېلې لوړې وساتو او ملت د یوالي لپاره کار وکړو. ”
کپتان د خپل ولسمشر له چال چلن څخه ډېر اغیزمن شو. د خدای په اماني پر مهال منډېلا ورته وویل: “تاسو اتلان یاست، نړیوال جام موږ ته وګټئ. ”
کپتان لوبډلې ته له راګرځېدو وروسته په ټولو لوبغاړو د جنوبي افریقا ملي سرود زمزمه، تکرار او یاد کړ. ټولو ته یې وویل: “حالت بدل شوی او موږ هم باید بدل شو.” بله ورځ یې لوبډله راوویستله او د تورپوستو ماشومانو یو ښوونځي ته ولاړ او هلته یې تمریني او تفریحي لوبه وکړه. سپین پوستو لوبغاړو تور پوستو ماشومانو ته خپل لباسونه ډالۍ کړل، تصویرونه یې ورسره واخیستل، مطبوعاتو او رسنیو پرې راپورونه وکړل، د لوبغاړو دغه کار په ولس کې د یو والي، زغم او بیا پخلاینې یو نوی روح پوه کړ. بله ورځ لوبډلې د ښار په منځ کې منډې ووهلې، له عادي تور پوستو او سپین پوستو سره یې ستړي مشي وکړه او د خلکو په منځ کې یې خپل ځای نور هم ښه کړ.
ولسمشر منډېلا د هر لوبغاړي نوم حفظ او یاد کړ، بله ورځ ناببره د لوبغاړو تمرین او لیدو ته ورغی. لوبغاړي حیران شول، ولسمشر ټولو سره په لاس روغبړ وکړ او د ستړي مشي پر مهال به یې د هر لوبغاړي نوم اخیسته، د هغوی د لوبې، ژوند او کورنۍ په اړه به یې لنډې پوښتنې کولې. په اخره کې یو لوبغاړي ورته خپله خولۍ ډالې کړه، هغه خولۍ واخیسته او وویل: “ویاړم چې د ملي لوبډلې خولۍ په سر کوم.” له لوبغاړو سره د منډېلا ملاقات په ټولې جنوبي افریقا کې ډېر وستایل شو، تور پوستو او سپین پوستو یو بل ته د دغه کار کیسې کولې او د یوالي او ملت جوړونې انګیزه یې په څپور راوستله.
د رګبي نړیوال جام ته لږې ورځې پاتې وې، د تور پوستو د ورزش فدراسیون د رګبي لوبډلې خلاف یوه غونډه بللې وه، منډېلا خبر شو او عاجل یې خپل ټول کارونه پرېښودل، موټروان ته یې وویل چې غونډې ته مې بوځه. موټروان، ساتونکي او ټول کارکوونکي یې حیران شول، چې ولسمشر ولې یوې داسې غونډې ته ځي. منډېلا غونډې ته په رسېدو مخامخ سټیچ ته پورته شو. د فدراسیون د مشرانو او نورو راغلیو ملیمنو زړه ته نه لویده چې ولسمشر به ناببره او نابللی ورځي. ده وار له واره خپلې خبرې پیل کړې: “تاسو زه د ټول هېواد ولسمشر ټاکلی یم، ما پرېږدئ چې دا هېواد رهبري کړم. زموږ د ولس او ملت جوړونې وخت دی، د بې اتفاقۍ وخت تېر شوی دی. تېر، تېر او هېر دی. موږ ټول په پولیسو، سیاست، اقتصاد او هرې برخې کې کار کوو، راځئ دا کار نور هم منظم کړئ چې دا وطن لا ښه شي. ” د خبرو په پای کې یې وویل: “څوک له ما سره دي؟” ټول غلي شول خو ناببره یې لاسونه اوچت کړل او دخوشحالۍ چیغې یې ووهلې.
اخوا، د رګبي لوبډلې د جنوبي افریقا ملي سرود داسې حفظ او زمزمه کاوه چې ټول ورته حیران و. په کم وخت کې په جنوبي افریقا کې د رګبي لوبه دومره مشهوره شوه چې تور پوستو به خپله لوبه بلله او سپین پوستو او نورو به خپله لوبه بلله. ملي لوبه شوه او د ملت جوړونې لویه وسیله وګرځېده.
منډېلا به د جنوبي افریقا لوبو ته په نیمه شپه پاڅېده، یوه ورځ بې هوښه شو، وغورځېده او ډاکټر ورته کلک سپارښتنه وکړه چې لږ استراحت او په ځان رحم وکړي، خو ده خپلې سکرترې ته وویل: “ډاکټر نه پوهیږي چې استراحت ملت نشي جوړولی/یو موټی کولی، زه ښه یم، ما کار ته پرېږدئ. ”
پایلوبه په جوهانسبرګ کې له نیوزلنډ سره وه، په جنوبي افریقا کې تقریبآ عمومي رخصتي وه. منډېلا خپلې سکرترې ته وویل چې د پایلوبې په ورځ یې په مهالوېش کې هېڅ بل کار ور اضافه نکړي. دا ورځ یوازې د لوبې د لیدو ورځ ده. د امنیتي اندېښنو سره سره نیلسن منډېلا د خپلو سپین پوستو ساتونکو سره یو ځای لوبغالي ته ورغی چې لوبډله وهڅوي. په لوبغاړي کې یې خبرې وکړې او لوبغاړو ته یې د بري انګیزه ورکړه او وویل “ستاسو هېواد او ولس پر تاسو ویاړي. زموږ ملي بېرغ ویاړلی رپیږي. تاسو په ویاړ ملي سرود زمزمه کوي او له تاسو سره یې ټول هېواد یو ځای زمزمه کوي. تاسو د دغه هېواد لپاره ډېر څه کړي دي، له تاسو ډېره مننه. ”
د لوبې په وروستیو شېبو کې کپتان په ميدان کې لوبغاړي راټول کړل او ورته یې وویل: “ټول ولس زموږ بري ته منتظر دي، موږ باید دا نړیوال جام وګټو او موږ یې ګټلی شو. حوصله مو مه بایلئ…. ” له دغو خبرو لږه شېبه وروسته لوبڅار شپیلک وواهه او جنوبي افریقا د ۱۹۹۵م د رګبي نړیوال جام وګاټه. په میدان کې تور پوستو سپین پوستي په غېږ کې ونیول او سپین پوستو تورپوستي په غېږ کې ونیول. د افریقا په ټولو ښارونو کې ټول نژادونه ګډ راووتل، خوشحالۍ او نڅاوې یې وکړې، جنوبي افریقا هغه شپه ټوله وېښه تېره کړه او د هغې لوبې بری یې د ټول هېواد او ولس بری باله، چې ایله څو میاشتې مخکې یوازې سپین پوستو ورته چکچکې کولې او تور پوستو خپله لوبه او خپل ټیم نه باله. افریقا نړیواله اتله شوه او نیلسن منډېلا د رګبي په وسیله د جنوبي افریقا ولس یو موټی کړ!
(دا معلومات د یو مستند فلم (انویکتس) او ځینو نورو مختلفو سرچینو څخه اخیستل شوي دي.)
خلاصه:
لوبه او ورزش د نورو ډېرو وسایلو تر څنګ هغه وسیله ده چې ملت پرې رغېدلی، یو موټي کېدلی او یو ځای کېدلی شي. د هېواد مشران باید لوبو ته دومره په ټېټه سترګه ونه ګوري. د مشهورو لوبو ادارې تر وزارتونو لوړاو اغیز یې زیات وي. لوبه او لوبغاړي د ملت د یوالي سمبولونه دي، د هېواد مثبت تصویرونه دي او تاوتریخوالي د مخنیوي او کمولو کې خورا مهم رول لوبولی شي. غیر رسمي معلومات دا دي چې په کومه ورځ چې د افغانستان د کرکټ لوبې وي، په هغه ورځ په ځینو سیمو کې د تاوتریخوالي ګراف ټيټ وي. افغانستان د نورو لوبو تر څنګ په کرکټ کې خورا ښه روان دی، همداسې دې روان وي. په کرکټ بورډ کې باید داسې مشر وي او یا یې ولسمشر یې وټاکي چې ملي او د یوالي انګیزه ولري، د پرمختګ انګیزه ولري، د لوبې د لا غوړېدا پلانونه ولري، په لېرو پرتو سیمو کې د لوبو او ټورنمنټونو د مروجولو غښتلي هوډ ولري. کرکټ ته اوږده مهاله پلانونه ولري، وېژن/لیدلوری ولري او بلاخره کرکټ د افغانستان د ولسونو ترمنځ د لا یو کېدو او یو موټي کېدو سبب کړي. افغانستان په کرکټ کې خورا ډېر استعداد لري، خو له دغو استعداد څخه څنګه د وطن په پرمختګ، یوالي، نړۍ ته د ښه تصویر په وړاندې کولو، تاوتریخوالي په کمولو او ظرفیتونو په لوړولو کې ګټه واخیستل شي؟ همدغه راز کرکټ څنګه د لوړ عاید وسیله شي؟ او فساد په کې نه وي؟ ښه رهبر او مشر پرې پوهیږي. او بلاخره، لوبغاړي هم باید ملي فکر ولري، ملي انګیزه ولري، ملي سرود په یاد ولري او د شخصي ګټو پر ځای ملي او د وطن ګټې په خیال کې وساتي. د دوی هر ګام چې دا ولس او وطن نیکنامه او یو موټی کولی کولی شي، همداسې یې هر غلط ګام ولس او هېواد بدنامولی او بې اتفاقه کولی هم شي.




t