خلک ولې له روغتيايي کارکوونکو ګیلی لري او بهرني هیوادونو ته د علاج لپاره منډې وهي!

خلک ولې له روغتيايي کارکوونکو ګیلی لري او بهرني هیوادونو ته د علاج لپاره منډې وهي!

ډاکټر ایمل ذکي
۱:ډیری ناروغۍ داسې دي چې اصلا لا علاجه وی، خو انسان د بقا د غریزې له مخی فنا ته د تسلیمیدو څخه ډډه کوي، او د ډاکتر غریب واقعی نظر نه مني، او پدې ډول ډاکتر په ناپوهۍ تورنوي او د کورنۍ غړي مجبوروی چې له هیواده یې بهر د علاج لپاره بوځي.
۲:ځنې خلک د کور د غړو سره ډیره مینه لری، په هیڅ صورت دانشي زغملی چې ګني د کور یو غړی یې په کوم صعب العلاجه ناروغۍ اخته دی او هماغه وی چې خپل ناروغ له ښونه ښو سنټرونو ته وړي تر څو خپل قناعت حاصل کړي نو پدې کې زموږ څه ګناه ده.
زموږ فرهنګ د پښتو، غیرت او پیغور په څیر ارزښتونه لری دې ارزښتونو ته په پام سره ډیری خلک د سبا ورځې د پیغور له وجهې مجبوره دي چې خپل ناروغ یو مجهز سنتر ته بوځي.
۳:زموږ په هیواد کې په ګڼو اداراتو کې د فساد شتون خلکو سره دا ذهنیت زیږولي چې ښایي په طب کې به هم هر څه لکه ددوی د ادارې په څیر ګډوډ وی؛دوا به تقلبی وی،ماشین به خراب وی،ډاکتر به ناپوه وی؛ خو داسې نده، صرف ددوی برداشت ددوی د کاری محیط څخه متاثره شوی وی.
۴:د میډیکل توریزم ستونزه چې له امریکی نیولای بیا تر چینه کانادا،جرمنی او ټولو هیوادونو کې یوه عامه پديده ده او له هر هیواده خلک بل هيواد ته ددرملنې لپاره ځي.اما دلته خلک دا پر موږ ډاکترانو تاوانوي.
۵؛ځنې ناروغی رښتیا هم زموږ د هیواد د امکاناتو څخه لوړ نهادونه،وسایل او طبی پرسونل او ډیرو زیاتو مصارفو ته اړتيالري چی زموږ د هیواد والو له اقتصادي توان څخه پورته دی نو موږ یې لدی کبله له علاجه عاجز یو ،خو ناروغان یې موږ ته د پیغور په شکل را يادوي.
۶:ډیری وخت ناروغان له موږ څخه جادويي اویا معجزوي حل په ډیر لږ وخت کې غواړی ،چې دا چاره ممکنه نده، اما دوی ټوله پړه پر موږ را اچوی. او په ډیر لږ وخت کې ګڼو ډاکترانو ته ورځي.
ډیری کله ناروغی جدی نه وی اما ناروغ ډیر نازولی وی او د کور پر غړو ډیر ګران وی،په دوهمه چغه یې اسلام اباد او یا دهلی ته رسوی.
۷:اکثره وخت یو ناروغ له بل ناروغ څخه زده کوی چی ما په فلان یا فلان ځای کې خپل اپریشن وکړ اوس رګ روغ یم ،نو بیا دې سړی ته چې قران ورکړی په بل ځای کې اپریشن یا علاج نکوی.
۸:ځنی خلک د ناروغ په راوستلو کې ډیر ځنډ کوی او لدې کبله ناروغي ډیر پر مختللې او مغلق شي،علاج مشکل شي، نو ناروغ خپله غلطی د عدت له مخی نه منی او پر ډاکتر یې تاوانوي.
۹:ډیر ی وخت د ډاکتر او د ناروغ ترمنځ د علاج په تعريف کې تفاوت وجود لری، ناروغ له علاجه یو ډول برداشت لری او ډاکتر علاج بل ډول تعریفوی،اکثرا ناروغان علاج او نارغۍ ته ددوه تور او سپینو حالاتو په سترګه ګوري، اما ډاکتر کوښښ کوی چې هر څه چې پلاس کې لری باید د ناروغ سره مرسته وشي، اما ممکنه تداوی د ناروغ لپاره د منلو وړ نه وی او له موجوده تداوی زیات څه غواړي او له همدې کبله بهر کوم هیواد ته د معجزې په نيت روانیږي خو تاوان یې په موږ دی.
۱۰:ځنې خلک په بهر کې د ځنو روغتونونو له اداری او چاپیریال او یا نظم څخه متاثره کیږی، او له علاجه پرته او یا د قسمي علاجه وروست پخپله ځان تلقینوی تر څو د هیواد د ډاکترانو دتوصې باوجود خپل تګ یو لري هیواد ته توجيه کړي نو له همدې کبله په کاذب ډول د ښه والی اظهار او احساس کوی، پداسې حال کې چې مرض یې پخپل ځای پاتی وی او ناروغ هماغسې لا علاجه دوباره وطن ته ستنیږي.
۱۱:ځنې ناروغان له بعضو ډاکترانو له شخصیت څخه متاثره کیږي او بیا په هر صورت هماغه ډاکتر یادوي،د مثال په ډول ما یو ورځ یو ناروغ معاینه کوو د عملیات له وجهې یې سترګه له منځه تللی وه اما همدایې ویل چې ډاکتر ډیر ښه سړی وو، ماورته ویل چې وه بابا ستا خويې ستره ړنده کړی ده نو ښه سړيتوب یې په څه کې وو؟ ویل یې چې د عملیات په سر یې کلیمی ویل! دلته ډاکتر ته د ناروغانو تګ ډیر د هر ناروغ د شخصي سلیقی پوری اړه لری ځکه نو هم شکایتونه ډیر دی او هم ناروغان ښه نه تداوی کیږي.
۱۲: ناروغان د صحي سيستم د رجعت دهي اصول نه مراعاتوي او هر ډاکتر یې چې خوښ شو هماغه ته ورځی،ډیر کله حتی تخصصي او رشتوی تړاو ته هم نه ګوري.
۱۳:بابا ګان چې په جوماتونو کې سره راجرګه شی نو څوک له سره دستمال خلاصوی،څوک یې له ملا خلاصوي، او په همدې ترتیب څوک یې له ګونډو؛ او پدې ترتیب د خپلو دردونو په هکله حکایې بیانوي؛ هغو سپین ږیری چې په کومو ډاکترانو لاس کیښود! بیا که په اشرق کې وی او که په مغرب کې نو بابا ته به یې خا ماخا پیدا کوی، کنه نو په میاشتو میاشتو به له خپلو زامنو مرور وی او په جومات کې به یې هر وخت ډانډسوي او هر چاته به ترې ګیلی ګزاری کوی، ترڅو خپل زامن اړ کړی چې پیښور ته یې افتخار عالم صاحب ته وېسې کنه نو په شرونو د عالم یې شرموي.
۱۴:زړې ښځې چې د خپل لور کره لاړه شی او هلته کومې بلې زړې ښځې ورته د پښو د ددرد د ګولیو کوم پاکټ ور وښود، بیا نو ګرځه د جرګې د شدو پسې، چې هماغه ګولی د نه وي ور وړی کنه! نو تر هغه به کړیږې!
پورتني ټول موارد د خلکو عرف او عادات دي چې ډاکتر ته د ناروغانو پر تګ راتګ او د ناروغیو پر ښه والی تاثیر لري، دا یواځې روغتيايي کارکوونکو ندي چې د ناروغ په علاج کې رول لري بلکې دا ټوله ټولنه ده چې د ناروغ د ناروغۍ پر ښه والی او بد والي په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول اغيزې کوي.




t