جدایي راغله لارې دوه شوې …؟

جدایي راغله لارې دوه شوې …؟

ف، فایض

د شیخ اجل حضرت سعدي (رح) دا خبره ډېر پر ځای ده چې:

«ده درویشی در ګلیمی بخسپند و دو پادشاهی در اقلیمی نګنجند»

ښایي پخوانی ولسمشر حامد کرزی به همدې حقیقت ته ښه ځیر شوی و چې د امریکایانو د ټولو کوښښونو سره سره یې په ۲۰۰۹ کال د ملي وحدت حکومت جوړولو ته غاړه کېنښوده؛ خو امریکایان په ۲۰۱۴ کال کې په ډېره اسانۍ سره دې هدف ته ورسېدل. ستونزه په لومړي پړاو د کابینې له جوړولو نه پیل شوه او وروسته پسې ګام پر ګام ستونزې را ولاړېدې، هغه د متخصصې کابینې د جوړولو کومه خبره چې کېده هغه هم ناممکنه شوه. که چېرې سړی ووایي چې د ملي وحدت د حکومت په وخت کې د افغان ولس پنځه کاله ضایع شول؛ نو بیځایه ادعا به نه وي؛ ځکه په دې ټوله دوره کې تر ډېره بریده یوه سیاسي وزلوبه روانه وه، له یوې خوا د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال تر منځ کشمکش او بیا د هغه کونج ته کول او له بلې خوا د ولسمشر او اجرائيه رییس تر منځ سیاسي اخ و ډب. په هر حال پنځه کاله تېر شول، په دې دوره کې پر دې سربېره چې موجوده ننګونې کابو نه کړای شوې؛ بلکې وخت پر وخت نویو ننګونو هم سر را پورته کړ، تر دې چې دا دی د ۲۰۱۹ کال انتخابات را ورسېدل.

په دې انتخاباتو کې د تقلب، تخلف او انتخاباتي جرایمو داستانونه خو لا یوې خوا ته پرېږده چې ولیدل شي، د دې ستونزو د اواري له پاره به څومره کوټلي ګامونه واخستل شي؛ خو بل خوا ته په همدغه نازک وخت کې هم دحکومت د اراکینو تر منځ اختلافات یو ښه زېری نه دی. د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې مذاکرات تر نهم پړاو پورې ورسېدل؛ خو دا مذاکرات د امریکا د ولسمشر په یوه ټویټ لغو اعلان شول چې که د الغا تعبیر ور ته سم نه وي؛ نو وخو ځنډېدل. زلمي خلیلزاد په پیل کې وویل چې پر څلورو خبرو به هممهاله توافق کېږي.

  • له افغانستانه د امریکایي پوځونو وتل
  • د هغه په تعبیر له نورو تروریستانو لکه القاعده او نورو سره د طالبانو اړیکي پرې کول
  • اوربند
  • د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې

د خلیلزاد په خبره که په دې کې پر یوه هم توافق و نه شي؛ نو بویه چې بالکل توافق نه دی شوی. وروسته داسې برېښېدله چې خلیلزاد وروستي دوه شرطونه پر ځای پرېښوول؛ خو پر لومړیو دوه شرطونو سره څه هوکړې ته رسیدلي وو چې له واشنګټنه پر مذاکراتو ټکه را پرېوته.

په دې پسې طالبانو د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه روسیې، چین او ایران ته سفرونه وکړل او په پام کې وه چې پاکستان ته هم سفر وکړي. په ښکاره خو د طالبانو عمده هدف دا و چې دغه هېوادونه امریکا و هڅوي چې د سولې مذاکرات بیا پیل کړي. په دې لړ کې د پاکستان صدراعظم عمران خان په ښکاره دا خبره وکړه چې باید دا مذاکرات بیا پیل شي، دغسې اشارې روسیې او چین هم ورکړې؛ خو امریکا په دې اړه لا خپله هوکړه رسماً نه ده اعلان کړې؛ خو پاکستان ته د طالبانو پلاوی چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوله په داسې مهال ورغی چې له هغوی نه لا یوه ورځ د مخه زلمی خلیلزاد له خپلو ملګرو سره اسلام آباد ته ورسېد چې دواړو غاړو له پاکستاني مشرانو سره وکتل. د پاکستان ځینو سرچینو دا خبره هم تأیید کړه چې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ هم مذاکرات یا کتنه وشوه چې خوا وشا یو ساعت یې دوام و کړ، دا چې په دې کتنه کې څه وویل شول، لا معلومه نه ده؛ خو له نښو نښانو نه داسې څرکندېږي چې دا خبرې به بیا پیلېږي.

پاکستان ته د طالب پلاوي په سفر افغان حکومت دوه ډوله غبرګون وښود، ارګ پرې منفي غبرګون وښود او د بهرنیو چارو وزارت پرې مثبت. زه پر دې قضاوت نه کوم چې کوم غبرګون په حقه و؛ خو دومره ویلی شم چې افغان ولس د سولې تږی دی او ټول افغانان هیله من دي چې سوله راشي؛ خو داسې نه چې امریکا ځان خپلو اهدافو ته ورسوي او افغانانو ته همغسې دلۍ دلۍ غمونه پر ځای پرېږدي. له دې سره دا خبره د اندېښنې وړ ده چې پر یوه مسأله د ملي وحدت د حکومت له خوا دوه ډوله دریځونه اعلانېږي، په کار خو دا و چې ارګ او د بهرنیو چارو وزارت پخپلو کې سره غوږونه جنګولي وای چې دې حرکت ته څه ډول غبرګون وښوول شي او بیا په اتفاق سره یو ډول غبرګون ښوول شوی وای، دا ښه ده چې د ملي وحدت د حکومت د عمر وروستۍ شېبې دي او که نه خدای خبر چې دې حکومت به لا نور څه ګلان کرل. د ملي وحدت د حکومت دوره ریښتیا هم افغان ولس ته یوه ښه خاطره نه وه او ډېر خواشینوونکي نتایج یې پر ځای پرېښوول. دا چې اوسني انتخابات به څوک ګټي لا خو تر وخت د مخه خبره ده؛ خو هیله ده چې یوه دغسې تجربه تکرار نشي، اصلاً د ملي وحدت په نامه حکومت د هېواد په زیان دی، دا چې د دې حکومت په سر کې څوک واقع کېږي؛ هغه جلا خبره ده، که چېرې د ۲۰۰۹ کال تر انتخاباتو وروسته چې د حامد کرزي له خوا ګټلي انتخابات یې په لوی لاس دوهم پړاو ته بوتلل او په دې کې یهودي هالبروک او د هغه همنظره ملګرو یې ډېر لاس درلود، که ښاغلي کرزي دا کار منلی وای هغه به هم له ستونزو سره مخ وای او دا کار د دې له پاره کېده چې حکومت کمزوری کړي او ولسمشر په تصمیم نیونو کې خپل استقلال و نه ساتلی شي، دا یوه دسیسه وه او ښه شوه چې ناکامه شوه. اوس چې ولسمشر غني دې کار ته غاړه کېښوده او د جان کیري ادعا خو لا دا وه چې دا زما طرح نه وه؛ بلکې د اشرف غني طرح وه چې مایې صرف تطبیق ته لاره اواره کړه هیله ده که راتلونکی حکومت د هر چا په مشرۍ جوړېږي چې نوره دا دسیسه دوام ته پرېنږدي. دلته زه دې حقیقت ته اشاره اړینه ګڼم چې لومړی خو دا ښه ده چې سولې ته کار شوی وای او دا پر دې ارزیدل چې انتخابات ورته ځنډول شوي وای؛ خو اوس چې دا کار ونه شو او اوبه له ورخه تېرې شوې؛ انتخابات وشول، ښه دا وه چې انتخابات په شفافه توګه ترسره شوي وای. که د شفافو انتخاباتو په نتیجه کې کوم ټیم انتخابات ګټل؛ نو له ملي مشروعیته به هم تر څه بریده برخمن وای او له بین المللي نه هم، سره له دې چې په انتخاباتو کې د خلکو لږ ګډون انتخابات د مشروعیت له پلوه له یو څه پوښتنو سره مخ کړي، پر دې سربېره چې څوک به یې ګټي؛ ځکه هغه خو لا دوهمه خبره ده.

په ۲۰۰۱ کې چې د بن د ناسمو توافقاتو په نتیجه کې کوم سیاسي جریان منځ ته راغی او امریکایانو ډېر غلط وېش وکړ بیا هم هیله دا وه چې حالات به پړاو په پړاو د ښه کېدو خوا ته ولاړ شي؛ خو امریکایانو کوښښ وکړ چې پر افغانانو یوه بله کنترول شوې جګړه وتپي؛ ځکه امریکا، افغان حکومت ته خو مجبوره وه چې مرسته یې ور کوله؛ خو کوم څوک یې چې د حکومت په مقابل کې جګړو ته وهڅول، هغه یې هم کله مستقیم کله نامستقیم وپالل، دا حقیقت اوس د لمر په څېر ښکاره دی چې امریکا نه غوښتل په افغانستان کې سوله تأمین شي، د بن له سیاسي جریانه په لوی لاس د طالالبانو او حزب اسلامي اېستل د همدې غرض له پاره و. زه باور لرم چې که امریکا دا کار نه وای کړی، نه طالب بیا جګړې ته مجبورېده او نه حزب اسلامي. دا اوس هم تر هغې چې امریکا په افغانستان کې مېشت وي او نور لویدیځ انډیوالان یې وي دا که په واک کې هر څوک وي، افغانستان به له ستونزو سره مخ وي، که داسې څوک په واک کې وي چې د امریکا فرمایشونه نه مني هم به له ستونزو سره مخ وي لکه ښاغلی کرزی چې په وروستیو کې ورسره مخ شو او که د ښاغلي غني غوندې څوک وي چې هرې خبرې ته یې که بلې و نه وایي؛ نو د، نه جرأت هم نه لري، دا خو بیا له هغې لومړني حالت نه هم خطرناک دی لکه چې موږ په ماضي کې ولیدل.




t