مس عینک اتلانو د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي وګټله

مس عینک اتلانو د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي وګټله

د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک او د راشد خان په مشرۍ د بند امیرښامارانو لوبډلې پرون د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو په پایلوبه کې د یو او بل پر وړاندې ولوبېدلې.

د محمد نبي عیسی خېل په مشرۍ د مس عینک لوبډلې پایلوبه وګټله او د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د د لوبې پچه یا ټاس د مس عینک لوبډلې وګټله خو د بند امیر ښامارانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.د بند امیر ښامارانو په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره مس عینک لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.د بند امیر ښامارانو لوبډلې له ډلې عمران جنت ۳۲، شوکت زمان ۲۷، باطن شاه ۲۳ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۲۲ منډې ترلاسه کړې.

د مس عینک په لوبډلې کې رحمان الله ګربز ۳۶ او نورعلي ځدراڼ ۴۲ منډې وکړې. همداراز احسان الله جنت ۲۵ او محمد نبي ۳۰ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې په وروستي اوور کې پوره کړ. شرف الدین اشرف د پایلوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. نورعلي ځدراڼ د شپږیزې کرکټ لیګ په سیالو کې ۳۵۴ منډې کړې دي او نجات مسعود بیا ۱۱ ویکیټې اخیستې دي.

د یادولو ده چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د تلې میاشتې پر ۱۵مه نېټه د بند امیر ښامارانو، کابل بازانو، امو نهنګانو، سپین غر زمریانو او د مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.




t