چین د یونیم سل افغان ماشومانو د زړه عملیات کوي

چین د یونیم سل افغان ماشومانو د زړه عملیات کوي

چینایي چارواکو ویلي، چې یونیم سل افغان ماشومان ورته د زړه د عملیاتو لپاره ور رسیدلي.

د دغه هېواد شینهوا خبري اژانس ویلي: د دغو یونیم سل ماشومانو ۶۱ تنه یې تازه چین ته رسیدلي.

دا ماشومان د سره صلیب نړیوالې کمېټې تر چینه رسولي او هلته یې چین وړیا عملیاتونه کوي.

د چینایي رسنۍ په وینا هېواد یې تېرکال د سلو افغان ماشومانو زړونه عملیات کړي وو.




t