د ۲۰۱۵ز کال په همدې ورځ نړيوال کريکټ ته يوه نوې څيره او نوی نوم را څرګند سو

د ۲۰۱۵ز کال په همدې ورځ نړيوال کريکټ ته يوه نوې څيره او نوی نوم را څرګند سو

راشدخان راغی، قوي ريکارډونه يې جوړ او مات کړه،او د افغانستان کريکټ ته يې د نړۍ توجه زياته کړه.

د زيمبابوې په وړاندي د ۲۰۱۵ز کال د اکتوبر مياشتي په ۱۸مه نيټه يې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه,هماغه لوبه کي يې ۱۰ اوورونه ترسره کړه، دوې ويکټي يې ترلاسه کړې،يو يې ميډن اوور وکړ او ۳۰ منډي يې ورکړې.

همدا راشدخان په ډيرو معتبرو ليګونو کي ولوبیدی،په معتبرو کتابونو کي يې نوم وليکل سو،د ګوګلي د ماسټر لقب يې وګټی او دادی اوس د افغان کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر دی.

راشدخان اوس ۲۰ کلن دی.

ايا موږ بختور نه يوو؟!
مدثر دعوت



ورزش، راشد خان
t