چینایي فلمي ستوری جیکي چن سعودي کي فلم جوړوي

چینایي فلمي ستوری جیکي چن سعودي کي فلم جوړوي

د چین د سېنما وتلي ستوری جیکي چن وايي، غواړي سعودي عربستان کي یو فلم جوړ کړي. نوموړی دا خبره وروسته له هغه وکړه چي د هغه په ملتیا د بالیووډ ستوری شاه روخ، د بلجیم سېنما ستوری جېن کلاډي ون ډمي، د هالیووډ سېنما نوموتی ستوری جسن موما اود جاپان مشهور اشپز نوبو ماتسو د سعودي عربستان څخه لیدنه وکړه او هلته جيکي چن ته د ( جوی ايکسلینس) جایزه هم ورکړل سوه.

نوموړی عربي رسنیو سره خبرو کي ویلي دي:(( سعودي عربستان ته دا زما لومړۍ سفر دی. زه پدې پوهيږم چې دا يو لوی هيواد دی. ما د څو ځایونو د ليدلو لپاره څو ساعته سفر وکړ. زه په دې پوه سوم چي دلته د موټرونو د مسابقې او همداشان د چاودنو لپاره مناسب ځايونه سته. نو له همدې کبله زه په راتلوونکي کې پلان لرم، چي د خپل فلمي ټیم سره يو ځای دلته راسم او خپل فلم ډک کړم.))

آما یاد ستوری د خپل فلم د نوم او نیټي په اړه کوم څه نه دي ویلي. دا په داسي حال کي ده، څو ورځي وړاندې د سعودي د تیاتر او کلتوري وزارت له خوا دوه ورځنۍ اجماع هم ترسره سوه، چي د نړۍ مشهوري فلمي څیري هم رابلل سوي وي. یادو فلمي لوبغاړو د سعودي عربستان د سېنما او تیاتر برخي سره ژمنه وکړه، چې په یاد هیواد کي به د فلمي  سکتور په برخه کي پوره مرسته وکړي او پر دې برخه به زیاته پانګونه وکړي.

د چن سره جېن کلاډي ون ډمي، جسن موما، شاه روخ او د جاپان مشهور اشپز نوبو ماتسو هم ملتیا کوله

بلخوا د سعودي د تیاتر او کلتوري څانګې په وینا چي په سېنما برخه کي د داخلي او خارجي  سکتورونو د پانګي اچوني له لارې به دوی تر ۲۰۳۰ کال پورې ۶۹ بيليونه ډالره عاید ترلاسه کړي او همداشان به تر دوو لکو پورې کسانو ته دندې پيدا سي. د سعودي عربستان د تیاتر او کلتوري څانګې اجرایوي مشر امر بن احمد بناجا هم ویلي دي، چي پخوا به سعودیان د فلمونو د تجربو لپاره د هیواد بهر نورو ملکونو ته تلل، خو اوس به یې دننه خپل هیواد کي ننداره او تجربه کوي.

پاته دي نه وي چي سعودي هغه هیواد و، چي په سېنما او همداشان د ښځو په موټر چلونې سخت محدودیتونه وو، خو د نوي ولیعهد په راتلو سره تیر کال یاد محدیتونه یا له منځه لاړه یا ډېر راکم سوه. له دې وړاندي نور عربي هیوادونه لکه دوبي، قطر، عراق، سوریه هغه هیوادونه وه، چي زیات شمېر بهرنۍ فلمونه په کي فلمبرداري سوي دي.



بالیووډ، هالیووډ، سعودي عربستان فلمي نړۍ
t