جغتو کې اوږدمهال امنيت لپاره د ملي اردو د بيزونو رغول پيل شول

جغتو کې اوږدمهال امنيت لپاره د ملي اردو د بيزونو رغول پيل شول

د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ اړوند په قياق دره کې چې مرکز غزني له شپږو ولسواليو سره نښلوي د اوږدمهال امنيت د ټينګښت په موخه پرون عملا د ملي اردو ځواکونو د بيزونو د ايجاد او رغولو چاري پيل شوي.

د غزني د رسنیو مرکز وایي، ټاکل شوې ډير ژر په قياق دره کې له مخکيني پلان سره سم په ټاکل شويو سيمو کې د پوليسو نوي پوستي هم ايجاد او ورغول شي چې تر اوسه د تحکيماتي موادو د نه رسيدو له کبله پاتي دي.

د يادولو وړ ده چې ګډو امنيتي ځواکونو مياشت مخکي جغتو ولسوالۍ او پکي قياق دره له وسله والو پاکه کړه چې تر اوسه هم د يادي دري په اوږدو کې سلګونه امنيتي ځواکونه ميشت دي.



امنیتي ځواکونه خبرونه رغوونه غزني
t