یو وځنډیده؛ سلمان د بل فلم اعلان وکړ

یو وځنډیده؛ سلمان د بل فلم اعلان وکړ

د بالیووډ پرسېنما راج کوونکی ستوری سلمان خان د سنجی لېله بهانسلی (انشاءالله) فلم د ځنډیدو وروسته سمدستي د بل فلم اعلان وکړ. هغه دوي ورځي مخکي اعلان وکړ، چي د (رادهي) په نوم بل فلم جوړوي، چي د راتلونکي اختر په ورځ به نندارې ته وړاندې سي. د نوموړی مینه والو پر ټولنیزو رسنیو د اعلان د خپریدو وروسته ډېره خوښي څرګنده کړي ده.

سلمان خان وروسته له هغه د خپل نوي فلم اعلان وکړ، چي څه موده مخکي د هغه او فلمي ډایریکټر سنجی لېله بهانسلي ترمنځ د (انشاءالله) فلم پر سر اختلاف رامنځته سو او سلمان خان د هغه فلم څخه په شا سو. د هغه فلم څخه د وتلو وروسته سلمان خان هغه مهال هم  خپلو مینه والو ته ډاډ ورکړئ و، چي دوی دې نه خفه کیږي، خپل کار ته به دوام ورکوي او په یوې نوي فلمي پروژې کار کوي، چي د ۲۰۲۰ کال د اختر په ورځ به نندارې ته وړاندې سي.

د (رادهي) فلم د اعلان وروسته د هغه مینه والو ډیره خوښي څرګنده کړې ده، په دې مینه والو کي یوهم فلمي ستورې وېرون دهون دي، چي د سلمان خان په دغه فلم یې زیاته خوښي ښکاره کړه. نوموړي لیکلي: ((هوم سوګت کرینګا چلبول رادهي کاـ))

کله چي د هغه انشاالله فلم وځنډیده، هغه د بل فلم اعلان وکړ.

همداراز د فلم د ښځینه ستورې لپاره لومړی نوم د انوشکا شرما ښودل سوي و، اما داچي د سلطان فلم پر مهال د سلمان او انوشکا تر منځ جنجالونه ډېر وسوه، نو دواړه نه غواړي بیا یو ځاي کار وکړي. د فلم د ښځینه رول لپاره د بالیووډ دوې نوري ستورې سوناکشي سینها او د (باغي) فلم ستورې ډیشا پټاني هم انتخاب سوي دي، اما تر اوسه فلم جوړونکی او یا هم سلمان خان د فلم د ښځينه هیرو لپاره د کوم چا د انتخاب په اړوند کوم تبصره نه ده کړې.

پاته دي نه وي، چي د سلمان خان مینوالو بیا د سلمان خان څخه غوښتنه کړې ده چي د (رادهي) فلم لپاره دې ښځينه رول د هغه ښي ملګري او میني کترینا کیف ته ورکړي. کترینا د بهارت په نوم فلم کي له سلمان خان سره کار وکړ، چي زیات شمېر ریکارډونه يي په خپل نوم کړه.



بالیووډ فلمي نړۍ
t